د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا حکومت په سکولونو کې د ماشومانو زیاتولو لپاره کمپاین پیل کړی


د تعلیم لپاره کارکوونکې ادارې همقدم پر خپله ویبپاڼه لیکلي چې په خیبرپښتونخوا کې سکول ته د نه تلونکو ماشومانو شمیر دا مهال شاوخوا ۲۵ لاکه دی چې ۶۸ فيصده پکې نجونه دي.
د تعلیم لپاره کارکوونکې ادارې همقدم پر خپله ویبپاڼه لیکلي چې په خیبرپښتونخوا کې سکول ته د نه تلونکو ماشومانو شمیر دا مهال شاوخوا ۲۵ لاکه دی چې ۶۸ فيصده پکې نجونه دي.

د خیبرپښتونخوا حکومت د قبایلي ضلعو په ګډون د صوبې په سکولونو کې د زده کوونکو شمیر زیاتولو لپاره د اګست له ۲۷مې مهم پیل کړی دی چې د سپټمبر تر ۱۵مې به دوام لري.

د خیبر پښتونخوا د تعلیم وزیر شهرام خان ترکي د پېښور په یو سکول کې وویل چې د "پکار رہی ہے سکول کی گھنٹی" په نامه د دې کمپاین له لارې یې د سپټمبر تر ۱۵مې د اته لکه ماشومانو په سکولونو کې د داخلولو هدف ټاکلی دی.

شهرام خان ترکي پر ټویټر خپره کړې ویډیو کې ویلي چې په خیبرپښتونخوا کې ۱۸ لاکه ماشومان له سکولونو بهر دي.

خو د تعلیم لپاره کارکوونکې ادارې همقدم پر خپله ویبپاڼه لیکلي چې په خیبرپښتونخوا کې سکول ته د نه تلونکو ماشومانو شمیر دا مهال شاوخوا ۲۵ لاکه دی چې ۶۸ فيصده پکې نجونه دي.

د تعلیم مبارز عمر اورکزی وايي چې په قبایلي ضلعو کې اکثره سکولونه له کورو لیرې وي او خلک د غربت له وجې خپل ماشومان له کوره لیرې نشې استولای.

نوموړي زیاته کړه چې د دې سیمو ولس د تعلیم په اهمیت پوه دی او غواړي چې خپل ماشومان په سکولونو کې داخل کړي خو د سهولتونو له وجې دا کار نشي کولای.

ده وویل، "درې کاله وشول چې قبایلي ضلعې په خیبرپښتونخوا کې شاملې شوې دي خو هلته د تعلیم نظام اوس هم زوړ دی. په قبایلي ضلعو کې اوو لکه ماشومان له سکولونو بهر دي ځکه چې دې ماشومانو ته سکول ته په تګ کې مسله ده."

ده وویل چې په قبایلي ضلعو کې د ۱۴ زرو استادانو کمې دی او هلته د وړیا او لازمي تعلیم لپاره د ایین ماده ارټیکل ۲۵مه اې هم نه ده عملي شوې.

په جنوبي وزیرستان کې د تعلیم مبارزه او خبریاله رضیه محسود وايي چې په سکولونو کې د ماشومانو د داخلولو لپاره مهمونه شاوخوا هر کال کېږي خو د ټولو ماشومانو په سکولونو کې د داخلولو لپاره هدف ته د نه رسیدو مهمه وجه دا ده چې حکومت د تعلیم او د سیمې بنیادي مسلو ته پام نه کوي.

نوموړې زیاته کړه چې پر حکومتي ادعاوو سربېره په قبایلي ضلعو کې ګڼ سکولونه اوس هم غیر فعاله دي.

د دې په وینا، په داسې حالاتو کې د مهم پر ځای باید لومړی د سکولونو پر جوړولو کار وشي.

دې وویل، "د پرایمري په کچه که وګوری نو سکولونه ډیر جوړ دي، ودانۍ شته خو استادان پکې نشته. سکولونه دې لومړی فعاله کړي، استادان دې برتي کړي نو بیا که د تعلیم لپاره مهم وشي نو کامیابه به وي."

د تعلیم لپاره کارکوونکې ادارې همقدم دا هم ویلي چې په پاکستان کې د غیر فعاله سکولونو په فهرست کې خیبرپښتونخوا په دویم نمبر راځي چې پکې ۱۶۶۳ سکولونه غیر فعاله دي.

خو د خیبرپښتونخوا په اسمبلۍ کې د واکمن تحریک انصاف ګوند د جنوبي وزیرستان استازي او د لومړنیو او ثانوي تعلیم د قایمه کمیټۍ غړي نصیر الله خان مشال راډيو ته وویل چې حکومت په قبایلي ضلعو کې د استادانو د ګمارلو ترڅنګ د سکولونو فعاله کولو لپاره یو شمیر منصوبې پیل کړې دي.

ده وویل، هیله لري چې په راتلونکو څو کلونو کې په دې سیمو کې به هم سکول ته د تلونکو ماشومانو شمیر زیات شي.

ده وویل، "هر مهم لومړی د صوبې له سرښاره پیلېږي نو سکول کې د ماشومانو شمیر زیاتولو دا مهم هم لومړی له پیښوره پیل شو او اوس به د قبایلي ضلعو په ګډون نورو سیمو کې هم وي."

ده زیاته کړه چې د سکولونو د غیر فعاله یا نشتوالي مسلې له تېرو ۷۰ کلونو راهیسي دي خو موږ اوس بېلا بېلې منصوبې پیل کړې دي.

نصیرالله خان وویل چې دوی د استادانو د کمي مسلې لپاره داسې یو پروګرام پیل کړی دی چې د ۴۰ زده کوونکو پر سر یو استاد واخلي.

د خیبرپښتونخوا حکومت ویلي، په سکولونو کې د ماشومانو شمیر زیاتولو په موخه د تکړه نجونو زده کوونکو مياشتني سکالرشيپ لپاره یې دوه اربه، درې کروړه روپۍ اړونده ادارو ته ورکړې دي او په صوبه کې۲۳ زره نوي استادان برتي کوي.

XS
SM
MD
LG