افغان طالبانو خپله سرپرسته کابينه اعلان کړه

د طالبانو ویاند زبيح الله مجاهد

افغان طالبانو د ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ خپله سرپرسته کابینه اعلان کړه.

دا اعلان د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د سېپټمبر پر اوومه نېټه په کابل کې د خبرې غونډې پر مهال وکړ. هغه وويل چې د هېواد نوم به د افغانستان اسلامي امارت وي.

نوموړي زیاته کړه چې ملا محمد حسن اخوند به ریس الوزرا او ملا عبدالغني برادر او مولوي عبدالسلام حنفي به د هغه مرستیالان وي.

د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر زوی ملا محمد یعقوب د دفاع وزير، د حقاني شبکې مشر سراج الدين حقاني د کورنيو چارو وزير، امير خان متقي د خارجه چارو وزير، هدایت الله بدري د ماليې وزير، خېرالله خېرخواه د اطلاعاتو او کلتور وزير، عبدالحکيم شرعي د عدليې وزير، محمد ثاقب د حج او اوقاف وزیر، قاري دین محمد حنيف د اقتصاد وزیر، نورالله نوري د سرحداتو وزير په توګه اعلان شوی دی. ملا فاضل به د دفاع وزير مرستيال وي.

دا هم وګورئ: طالبان ژر په رسميت نه پېژنو: برتانيا

له دې پرته احمدالله وثیق د استخباراتو مشر او له بدخشان سره تړاو لرونکی قاري فصيح الدین د افغانستان د پوځ د لوی درستيز په توګه اعلان شوی دی.

که څه هم د اګست پر ۱۵مه کابل ته تر ننوتو وروسته طالبانو په وار وار ويلي ول چې دوی به ټولشموله حکومت جوړوي او دوی په دې لړ کې له يو شمېر قومي مشرانو او سياستوالانو سره ملاقاتونه هم کړي ول خو اوس چې کابینه اعلان شوې نو په دې کې ټول د طالبانو مشران دي.

نړيوالو په بیا بیا پر طالبانو ټينګار کړی وو چې يو ټولشموله حکومت جوړ کړي خو طالبان وايي چې اعلان شوې کابینه به موقتي وي.

دا په داسې حال ده چې نړيوال دا انتظاره کاوه چې وګوري د طالبانو په حکومت کې څوک څوک شامل دي.؟ دوی دا هم کتل غوښت چې ایا طالبان به خپلې هغه ژمنې پوره کړي چې دوی به د خپل۲۰ کاله مخکې د سختدريځه حکومت په مقابل کې دا ځل منځلاري وي.

دا اعلان په داسې وخت کې هم شوی چې د امريکا د بهرنیو چارو وزير انتوني بلېکن دا مهال په دوحه کې له قطري مشرانو سره په مهمو خبرو بوخت دی. ښاغلی بلېنکن له قطري چارواکو سره د هغو هڅو په اړه هم خبرې کړې چې غواړي په افغانستان کې ګېر د امريکايي او غربي هېوادونو وګړي او په زرګونه هغه افغانان له دې هېواده راوباسي چې د غرب ملاتړ لرونکي حکومت سره يې همکاري کړې وه.