افغانستان کې نجونه او هلکان نور يو ځای زده کړې نه شي کولای: طالبان

د طالبانو له خوا د افغانستان تر نيولو وروسته د يوه شخصي پوهنتون په يوه ټولګي د نجونو او هلکانو ترمنځ پرده ځړول شوې.

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر اعلان کړی چې په افغانستان کې نجونې او هلکان نور په يوه ټولګي کې ګډې زده کړې نشي کولای.

عبدالباقي حقاني دا اعلان د سېپټېمبر پر ۱۲مه په کابل کې د خبرې غونډې پر مهال وکړ. "د ښځینه زده کوونکو لپاره به ښځینه ښوونکي وټاکل شي، خو که زیاته اړتیا ولیدل شي نارینه هم کولای شي درس ورکړي، خو باید شرعي حجاب په نظر کې ونیول شي او نارینه کولای شي د پردې تر شا ان تر دې چې کولای شي له پرمختللو وسایلو لکه سکرینه هم استفاده وکړي."

حقاني زیاته کړه، په پوهنتونو کې به د نجونو او هلکانو ټولګي جلا شي، خو هغه پوهنتونونه چې امکانات نه لري کولای شي د وخت د بدلون او د هلکانو او نجونو په منځ کې د یوې پردې په درولو سره د ګډ درس مخه ونیسي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د افغانستان زده کوونکي بیا پوهنتونونو ته ځي

د نوموړي په خبره، دولتي پوهنتونونه به هم "ډېر ژر" بېرته پرانیستل شي.

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر دا هم ويلي، په پوهنتونونو کې به نور کدرونه هم وګمارل شي او هغه کدرونه چې غواړي له بهره افغانستان ته راشي د هغوي لپاره به هم زمینه برابره کړي.

نوموړی وايي، کوم کتابونه چې لیکل شوي او یا هم ژباړې ته اړتیا لري د هغې د چاپ لپاره به هم کار وشي.

خو ځیني پوهان او د پوهنتون استادان وايي، دا به ستونزمنه وي چې د نجونو او هلکانو ټولګي دې جلا شي.

په پوهنتون کې د ځای، ټولکي او ښوونکو ستونزې لرو، که د دې لپاره ښځینه ښوونکي وروزل شي او هغه بیا ۲۱ ګونه رشتو ته وګمارل شي دا ټول ۵۰ کاله وخت نیسي
ودير صافی

د پوهنتون پخوانی استاد ودیر ساپی وايي چې دا به ښه وي چې ښوونکې وروزل شي. "په پوهنتون کې د ځای، ټولګي او ښوونکو ستونزې لرو، که د دې لپاره ښځینه ښوونکي وروزل شي او هغه بیا ۲۱ ګونه رشتو ته وګومارل شي دا ټول ۵۰ کاله وخت نیسي، موږ باید موازې پوهنتونونه رامنځته کړو، دا زیات وخت غواړي، که په اوسنیو شرایطو کې ټولګي جلا کړو نجونې له زده کړو پاتې کېږي."

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت په داسې حال کې دغه خبره کوي چې د اګست پر ۱۵مه د طالبانو په لاس د کابل له سقوط وروسته ټول پوهنتونونه تړل شوي دي او تحصیلي چارې له ګډوډۍ سره مخ شوې.

که څه هم خصوصي پوهنتونونو بېرته په خپل فعالیت پیل وکړ، خو لا هم د لوړو زده کړو بهیر په عادي ډول نه دی پیل شوی.