د پاکستان ميډيا ډيويلپمېنټ اتارټۍ په نوم مجوزه اداره د رسنیو لپاره څه پايلې لرلای شي؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په پاکستان کې دا مهال حکومت او د خبريالانو سازمانونو سره يو بل ته مخامخ دي. حکومت د رسنيو د منظومولو لپاره د پاکستان ميډيا ډيويلپمېنټ اتارټۍ په نوم د يوې ادارې جوړولو لپاره قانوني مسوده وړاندې کړې ده. د دې هېواد د خبريالانو سازمانونو او ميډيا مالکانو د دې مخالفت کړی دی. د مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې د دې اتارټي پر خدوخال او د دې په راتلونکې د پاکستان ميډیا لپاره یې پر ممکنه پايلو غږېږو.