کواټ کې د پولیو مخنیوي ډلې امنیت ساتونکی پولیس وژل شوی

په کواټ کې د سېپټمېبر له ۱۷مې نيټې راهیسې د پوليو وايرس مخنيوي په لړ کې د ماشومانو د واکسينولو کمپاين پیل شوی دی.

د خيبر پښتونخوا په کواټ کې وسله والو د پولیو ناروغۍ مخنیوي پر کمپاین مامور پولیس په ډزو وژلی دی.

د پوليسو وياند فضل نعيم په يو بیان کې ویلي چې ساجد نومي پولیس چارواکی د سېپټمبر پر ۱۹مه سهار په ډل بهزادي سيمه کې د پوليو له ډلې سره ملګری وو چې وسله والو ورباندې ډزې وکړې او ويې واژی.

بیان زیاتوي چې د نامعلومه وسله والو پرضد مقدمه درج شوې ده.

په کواټ کې د سېپټمېبر له ۱۷مې نيټې راهیسې د پوليو وايرس مخنيوي په لړ کې د ماشومانو د واکسينولو کمپاين پیل شوی دی.

افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه یوازېني‌ هیوادونه دي‌ چې لا هم د ګوزڼ یا پولیو ناروغي پکې موجوده ده.

په پاکستان کې په تېرو څو کلونو کې د ګوزڼ وهلیو زیاتره ماشومانو تعلق له خیبر پښتونخوا او بلوچستان سره ښودل شوی وو.

د هم دې لپاره په دې سیمو کې په دوامداره توګه د دې ناروغۍ مخینوي لپاره د څاڅکو ورکولو کمپاینونه ترسره کېږي چې وخت ناوخته پرې وسله وال بریدونه هم کوي.

په عین وخت کې په شمالي وزیرستان کې هم د سېپټېمبر له ۱۷مې راهيسې د پوليو ضد پینځه ورځنی کمپاين پیل شوی دی.

د شمالي وزيرستان مرستيال کمېشنر شاهد علي خان د سېپټېمبر پر ۱۷مه مشال راډیو ته وويل چې په دې کمپاين کې به هغو نېږدې يو لاک اته زره ماشومانو ته د پوليو مخنيوي څاڅکي ورکوي چې عمرونه يې تر پينځو کالو کم دي.

نوموړی وايي، ۵۳۳ ټيمونه يې جوړ کړي چې کور په کور ماشومانو ته د ګوزڼ مخنيوي څاڅکي ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې د صحت چارو لپاره د پاکستاني وزیراعظم ځانګړي سلاکار ډاکټر فیصل سلطان د سېپټېمبر پر ۱۷مه په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته په وينا کې وويل چې په پاکستان کې په تېرو اووه میاشتو کې د ګوزڼ یوه پېښه هم مخې ته نه ده راغلې.

پاکستان او افغانستان د نړۍ هغه یوازیني دوه هېوادونه دي چې پکې اوس هم د پولیو ناروغي شتون لري او روان کال په پاکستان کې د پولیو اته کېسونه رپورټ شوي دي.