طالبان د بښلو پرځای عدالتونو ته راکښ کړئ: د ارمي پبلک سکول د برید ښکار کورنۍ

د پېښور ارمي پبلک سکول د برید ښکار کورنۍ بیا بیا د انصاف لپاره لاریونونه او احتجاجونه کوي

د پېښور پر ارمي پبلک سکول په برید کې د وژل شویو زده کوونکو میندو او پلرونو له حکومته غوښتي دي چې له تحریک طالبان پاکستان سره دې مذاکرات نه کوي.

دوی د سېپټېمبر پر ۲۲مه په اسلام اباد کې د احتجاج پر مهال مشال راډیو ته وویل چې ولسمشر عارف علوي او د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي دې د وسله والو د بښلو پرځای هغوی عدالتونو ته وړاندې کړي.

دوی دا مظاهره پر داسې مهال کړې چې روانه میاشت علوي او قریشي وویل، که د تحریک طالبان پاکستان وسله وال تسلیم شي، له جګړې لاس واخلي او د هېواد ایین ومني نو ورسره مذاکراتو ته تیار دي او بښلای یې شي.

د احتجاج یوې ګډونوالې شاهانې وویل، د حکومتي چارواکو څرګندونو خواشینې کړې ده.

دا هم وګورئ:

د ارمي پبلک سکول برید شپږم تلین: د وژلیو او ژوبلو زده کوونکو کورنۍ انصاف غواړيپېښور ارمي پبلک سکول برید کې سخت ژوبل احمد نواز اوکسفرډ پوهنتون ته بریالی شوید ارمي پبلک سکول قرباني شویو ټولنې عدالتي کمېشن راپور رد کړ

مظاهره چیانو دا څرګندونې پر داسې وخت کړې دي چې د تېرې میاشت په نیمايي کې طالبان پر افغانستان واکمن شول.

په عین حال کې په قبایلي سیمو کې د ناامنیو پېښې هم زیاتې شوې دي. تحریک طالبان پاکستان د حکومتي چارواکو وړاندیز رد کړی دی.

د ۲۰۱۴ز کال په ډېسېمبر کې پر ارمي پبلک سکول د طالبانو په برید کې د زده کوونکو او ښوونکو په ګډون ۱۴۴ کسان وژل شوي ول.