پاکستان له افغانستانه د تازه میوو پر درامدولو سېلز ټیکس ختم کړی

د پاکستان د محصولاتو ادارې په رسمي توګه د دې په اړه یو نوټیفیکشن هم جاري کړی دی. 

د افغانستان لپاره د وزیراعظم عمران خان ځانګړي استازي صادق خان د سپټمبر په ۲۵ نیټه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې پاکستان له افغانستانه د تازه میوو پر درامدولو سېلز ټیکس ختم کړی دی.

د پاکستان د محصولاتو ادارې په رسمي توګه د دې په اړه یو نوټیفیکشن هم جاري کړی دی.

د دې نو ټیفیکیشن مطابق به له افغانستانه له مڼو پرته نور پر هره تازه میوه راوړو سېلز ټیکس نه اخیستل کیږي اود دې به سوداګرو ته ډيرې ګټې ورسي.

صادق خان پر خپله ټیوټر پاڼه لیکلي چې پر میوو د سېلز ټيکس ختمول د پاکستان له خوا د افغانستان لپاره د مثبتې بهرنۍ تګلارې ښکارندوي کوي.

په پيښور کې د تازه میوو او سبزیو د کاروبار د اتحادیې یو مشر ملک سوهني مشال راډیو ته وویل چې پر میوو د سیلز ټیکس ختمیدو سره به سوداګرو ته ډيرې ګټې ورسېږي.

ده وویل، "کاروبار به ورسره زیات شي، ټرانزیکشن به زیات شي، پاکستاني عوامو ته به میوې ډير په ارزان نرخ رسي."

خو د ده په وینا، په کار ده چې له افغانستانه کومې سبزۍ راوړل کېږي پر هغوی هم دا ټیکس ختم شي.

پاکستان دا پریکړه په داسې حال کې کړې چې د ۲۰۲۱م کال د اګست له ۱۵مې طالبان پر افغانستان واکمن دي.

د پاکستان او افغانستان ګد چیمبر آف کامرس اینډ انډسټریز یو مشر نعمت الله سرحدي وایي په تیره یوه لسیزه کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ دوه طرفه تجارتي حجم ډير راکم شوی دی.

ده وویل چې څه موده مخکې دا حجم ۲ اعشاریه ۵ اربه ډالره وو خو اوس ۷۰ یا ۸۰ کروړه ډالره ده.

پاکستاني او افغان سوداګر وایي چې په تیرو وختونو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سیاسي تاوتریخوالي او خرابو اړیکو له وجې پر دوه اړخیز تجارت ډير اغیز پریوتی دی.

په پاکستان کې د کورونا وایرس ناروغۍ د قابو کولو قومي ادارې - این سي او سي - له خوا د ۲۰۲۱م کال د مې له ۵ نیټې پر تورخم سفري محدودیتونه لګول شوي دي.

د دې محدودیتونو له مخې، افغان وګړي پرې دا مهال پاکستان ته نه شي ننوتلای، خو تجارتي هلې ځلې پرې روانې دي.