په خوست کې کار نشته، ډوډۍ په پور خورو: مزدوران

د افغانستان په خوست کې مزدورکاره خلک د کار په تمه ناست دي.

د افغانستان د نورو سیمو په څېر په خوست ولایت کې هم مزدورکاره خلک وايي چې بې کاري ډېره شوې او دوی څو، څو ورځې کار ته په تمه تیروي.

دوی وايي، په دوه اونیو کې هم ورته یوه ورځ کار نه پیدا کیږي او په رستوران کې ډوډۍ په پور خوري.

دا خبره د صبریو ولسوالۍ د میچۍ کلي اوسیدونکي سلیم د سېپټمبر پر ۲۶مه هغه مهال مشال راډیو ته وکړه چې په خوست ښار کې له یو شمیر نورو کسانو سره یو ځای د کار په تمه ناست وو.

ده وویل چې له څه مودې راهیسې ټول کارونه په ټپه دریدلي دي او خلک د ډوډۍ پیدا کولو وس نه لري.

ده زیاته کړه، "دا ټول بیچاره مخلوق غریبۍ پسې راوتلي دي، دا غریبان دي او د یو وخت ډوډۍ وس نه لري، مخکې مزدورۍ ډېرې وې او پیدا کیدې، خو اوس ټول کارونه په ټپه ولاړ دي، نو دلته بیچاره خلک همداسې ګرځي، کورنۍ لري، خو ورځې دوه سوه افغانۍ هم نه پیدا کیږي. "

د لوګر اوسیدونکی نعمت وايي، له ۱۲ ورځو راهیسې يې هېڅ کار نه دی کړی او له دوی هم چاره ورکه ده، چې څه وکړي؟

دی زیاتوي، د ټولو توکو په ځانګړې ډول د اوړو نرخ پورته شوی او دوی يې نه شي اخستلای.

یو بل مزدورکار عبدالخلیل وايي، د غوربند څخه دلته کار پسې راغلي، خو دا څو شپې دلته دی، یوه ورځ هم کار ته نه دی تللی او د ده په خبره چې په هوټل کې ډوډۍ په پور خوري.

نوموړی زیاتوي، کار او مزدوري بیخي نشته او په جیب کې لس افغانۍ هم نه لري.

د سایل په نامه بل خوستي ځوان مشال راډیو ته وویل، مخکې خلک جګړو ته په انديښنه کې ول، خو اوس د غریبۍ په وجه د ژوندانه له ستونزو سره مخامخ شوي دي.

ده وویل، "مخکې جګړې وژلو، اوس مو غربت وژني، ځکه چې په لکونو خلک بې کاره شوي دي، د دې بحران مخه نیول په کار ده، په دې اړه باید مسوول چارواکي زیاتې هڅې وکړي. "

د طالبانو لخوا د خوست لپاره ټاکل شوی والي مولوي محمد نبي عمري وايي، د خلکو لپاره کارموندنه دوی ته لومړیتوب لري او په دې برخه کې يې هڅې روانې دي.

ده وویل، ولایتي اداره به د دې ځای پانګوال او ملي سوداګر دې ته وهڅوي چې په خوست کې پانګونه وکړي او له دې لارې د خلکو لپاره اوږدمهاله روزګارونه برابر شي.

مولوي محمد نبي عمري زیاته کړه، " پروژې باید پلي شي، موسساتو سره خبرې شوې دي، چې هغوی راشي او خلکو ته کار پیدا کړي، حتی سوداګرو او پانګوالو سره هم دا خبرې شوې دي، چې هغوی په دې وطن کې پانګونه وکړي، یو طرف به وطن اباد شي او بل طرف به تجارو ته ګټه رسیږي او وزګارو خلکو ته به هم کار پیدا شي. "

بې کاري که څه هم یوه نړیواله ستونزه ده او په افغانستان کې پخوا هم د بې کارۍ کچه لوړه وه، خو په دې وروستیو کې بې کاري نوره هم ډېره شوې چې له کبله یې خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوي دي.