د روان کال د فرورۍ پر ۲۱مه د شمالي وزرستان له شوه تحصیله د تښتول شویو کسانو کورنیو د سېپټېمبر پر ۲۷مه له ضلعې انتظامیې سره په یوه جرګه کې لیدلي او د خپلو کسانو د خوشې کولو غوښتنه یې ترې کړې ده.
دوی د شمالي وزیرستان انتظامیې ته یوه اوونۍ وخت ورکړی چې د دغو کسانو معلومات ورکړي.
د خدي قبیلې د تښتول شویو کسانو د کورنۍ یو مشر ملک کمال شاه د سېپټېمبر پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل چې نامعلومو وسلوالو شپږ تنه تښتولي وو چې درې پکې د خدي قبیلې غړي ول. په هغو کې دوه تنه خوشې شوي او د څلورو لا هم هېڅ درک نشته.
د تښتول شویو کسانو کورنیو ویلي که انتظامیه او د سیمې امنیتي ادارې د دوی د تښتول شویو کسان معلومات و نه کړي نو د احتجاج په توګه به وزیرستان ته تلونکی سړک او د سیمې بجلي بندوي.
په تښتول شویو کې د میرلي اوسېدونکی د لوکل ګورنمنټ یو اهلکار انجنیر همایون داوړ، اېډوکېټ عتیق داوړ، دریم د اېبټ اباد او څلورم د میانوالي اوسېدونکی دی. بلخوا ضلعې انتظامیه وایي دوی هڅه کوي چې دغه کسان زر تر زره له وسلوالو خوشې کړي.
دا لا نه ده معلومه چې دغه کسان چا تښتولي دي.
له دې وړاندې هم په تېره جولای میاشت کې خدي ولس د خپلو شپږو برمته کسانو د راخوشې کېدو لپاره د بنو ـــــ میرامشا لوی سړک د احتجاج په توګه تړلی وو.