ټانک کې د ماین چاودنو معذورانو او د پي ټي اېم د یوه مشر د ګرفتارۍ ضد مظاهره

ټانک کې د معذورانو او پي ټی اېم ګډه مظاهره: ۲۰۲۱، ۳۰م سېپټېمبر

په ټانک کې د ځمکلاندې بمونو په چاودنو کې د معذوره شویو پر ناستې د پولیسو چاپې او ګرفتاریو ضد مظاهره شوې.

د جنوبي وزیرستان لسګونه اوسېدونکو دا مظاهره نن تر هغې وروسته کړې چې د سېپټېمبر پر ۲۹مه د ضلعې پولیسو په ټانک کې د معذورانو پر ناستې چاپه ووهله او د احتجاج یو منتظم او د پښتون ژغورنې غورځنګ ځايي مشر په ګډون یې یوشمېر کسان ونیول.

د احتجاجي ناستې یوه ګډونوال نور احمد بېګا تر چاپې وروسته مشال راډیو ته وویل، پولیس په پینځو ګاډو کې سپاره ول، د پرلت خیمو ته ورغلل، هلته یې ځینې مظاهره چیان ووهل او د غورځنګ د ځايي مشر رحمت شاه مسید په ګډون یې یوشمېر نور ګرفتاره کړل.

نور احمد زیاتوي، دوی ډېرې جایزې او روا غوښتنې لري، چې سیمه یې له ماینونو پاکه شي، وړوکي ماشومان یې به ماینونو کې مري او پرهرژلي کېږي: ''موږ په خېمو کې برباد شولو، د مزدورۍ مو څوک نشته. موږ له حکومته غواړو چې مرسته راسره وکړه. نه مو لارې تړلې وې، خو پولیس راغلو او حمله یې راباندې وکړه.''

د پښتون ژغورنې غورځنګ د جنوبي وزیرستان یو غړی شېرزاده مسید وايي، د خپلو غوښتنو لپاره احتجاج، پرلت او مظاهره د دوی اییني او قانوني حق دی. د نوموړي په وینا چې پولیسو څه نا څه ۲۵ پرلتوال چې ډېری یې معذوران دي، ګرفتار کړي دي.

خو د جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر خان زېب مومند مشال راډیو ته وویل، پولیسو رحمت شاه مسید د عامه نظم ګډوډولو په تور نیولی او نور یې هېڅوک نه دي ګرفتار کړي.

تر دې وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر شيرزاده مسيد د سېپټېمبر پر ۲۱مه مشال رېډیو ته ویلي ول، چې په کوټکۍ سیمه کې په ماین چاودنو کې د معذوره شویو کسانو پر احتجاجي پرلت پوليسو تشدد کړی وو. هغه مهال پرلتوالو د احتجاج په توګه د مکين او ټانک ترمینځ غځېدلی سړک بند کړی او غوښتنه یې کوله چې تر څو د سره راغه (روغه) پوليسو اېس اېچ او معطله نکړي احتجاج به يې جاري وي.

د جنوبي وزيرستان د پوليسو مشر شوکت علي بيا مشال راډیو ته وويل چې د پېښې له پلټنې وروسته به رسنيو سره مالومات شريک کړي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

جنوبي وزیرستان کې د ماین چاودنو معذوران خپل احتجاج اسلام اباد ته غځوي

د سیمې معذورانو د سېپټېمبر په لومړۍ اوونۍ کې په کوټکي کې احتجاجي ناسته پیل کړه. دوی په ضلع کې د ماین پاکۍ او په چاودنو کې معذوره کسانو ته د تاوان او حکومتي دندو ورکولو غوښتنه کوي.

دوی د سېپټېمبر پر ۲۸مه خپل پرلت له کوټکي څخه په ټانک کې د جنوبي وزیرستان انتظامي مشر دفتر مخې ته انتقال کړ. د جنوبي وزیرستان انتظامیه وايي، د معذورانو غوښتنې یې منلې دي. خو معذوران وايي، له حکومته عملي اقدام غواړي او ځکه پرلت ته دوام ورکوي.

یاده دې وي چې د سږني کال د جون پر ۱۰مه نېټه په پېښور های کورټ کې د جنوبي وزیرستان پينځو وکیلانو یو درخواست جمع کړی وو چې پکې له عدالته غوښتنه شوې وه چې حکومت دې د شهدا پېکېج له مخې د ماين په چاودنو کې اغېزمنو کسانو او کورنيو ته د مرستې په توګه پیسې ورکړي.

په درخواست کې ويل شوي چې په تېرو څو کلونو کې په جنوبي وزيرستان کې د ماین شاوخوا ۱۷۸ چاودنې شوې چې پکې ۸۰ کسان وژل شوي او ۲۵۰ معیوبه شوي دي.

د جنوبي وزيرستان په ګډون په ځينو نورو قبايلي سيمو کې د ترهګرۍ ضد جګړې پر مهال ماينونه ښخ شوي دي.

د پاکستان پوځ وايي چې په جنوبي وزيرستان کې يې ځينې سيمې له ماينونه پاکې کړې دي خو ځايي خلک وايي چې دا کار دې ژر تر ژره بشپړ شي. سیمه له ماینونو پاکول د پښتون ژغورنې غورځنګ یو له مهمو غوښتنو وه.