پنډورا اسناد: د پاکستاني حکومت پلټنيز کميشن به نتيجه ورکړای شي؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د تحقيقاتي خبريالانو نړيوال اتحاد یا انټرنیشنل کنسورشییم اف انوېسټیګېټیو جرنلسټس (ای سي ای جې) د پنډورا پیپرز په نامه چې د نړۍ د ۹۱ هېوادونو او سیمو ۳۵ اوسنيو او پخوانيو مشرانو، ۳۳۰ سیاستوالو او ولسي استازیو پټ مالیاتي دستاویزونه خپاره کړي ول په هغو کې د ۷۰۰ پاکستانیانو نومونه هم شامل دي. په اسنادو کې د عمران خان د حکومت ځينو وزيرانو نومونه هم شته او له هم دې کبله پر هغه تنقيد کېږي چې د درغليو او کرپشن ختمولو په نوم يې سیاست کړی خو بيا يې هم په ګوند او کابينه کې داسې کسان په ګوته شوي چې بهرنۍ کمپنۍ لري. عمران خان په دې اړه يو تحقيقاتي کميشن اعلان کړی چې معلومه کړي چې ایا دا کمپنۍ خو د غير قانوني پېسو د پټولو لپاره استعمال شوي نه دي؟ پوښتنه دا ده چې دا کمیشن به په رښتيا هم تحقيقات وکړي او يوه نتيجه به مخې ته رواړې او که څنګه؟ د مشال تر رڼا لاندې کې هم دا او نورې پوښتنې څېړل شوې دي.