اسد قیصر: د پخوانۍ فاټا د پارلېماني څوکیو زیاتولو  لپاره به نوی بل راوړو

د قامي اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر

د قامي اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر ویلي، قامي اسمبلۍ ته به د پخوانۍ فاټا د پارلېماني غړو د ورزیاتولو لپاره نوی بل راوړي، خو زیاتوي چې د داسې یو بل لپاره به د ټولو سیاسي قوتونو ملګرتیا پکار وي.

نوموړي د اکتوبر په شپږمه د قامي اسمبلۍ پارلېماني کمېټۍ ته د خپلې وینا په وخت دا هم ویلي، په افغانستان کې بدلېدونکو حالاتو ته په کتو د دې خبرې ضرورت محسوسېږي، چې قبایلي ضلعو ته خصوصي پاملرنه وکړل شي. د دې غونډې موضوع د قبایلي ضلعو پرمختیا بحثول وو.

د قامي اسمبلۍ سېکریټرېټ خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې غونډه کې د حکومتي او اپوزېشن ګوندونو د قامي اسمبلۍ او د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ غړو ګډون کړی وو.

دغه پارلېماني غړي ټول هغه ول، چې د پخوانۍ فاټا د بېلا بېلو انتخابي حلقو نه پارلمان ته انتخاب شوي دي، او د خبر تر مخی د دویی د غوښتلو مقصد هم دا وو، چې د دویی نه د قبائیلی ضلعو د ترقئ د پاره تجویزونه واخېستل شي.

د واکمن تحریک انصاف د قامي اسمبلۍ غړی ساجد مومند د اکتوبر پر شپږمه مشال ریډیو ته وویل، حکومتي او اپوزېشن غړي ټول په دې خبره یوه خوله دي چې د پخوانۍ فاټا د پارلېماني غړو شمېره دې زیاته کړل شي. نوموړی زیاتوي، غوښتنه یې دا ده چې د قبایلي سیمو اوسنۍ د قامي اسمبلۍ ۱۲ څوکۍ دې همداسې پاتې شي او د هرې یوې قامي اسمبلۍ پر سر دې د صوبايي اسمبلۍ دوې څوکۍ وټاکل شي.

یاده دې وي چې د ۲۰۱۸ز کال په مې میاشت کې ۲۵م آییني ترمیم شوی وو، چې پکې د پخوانۍ فاټا د ۱۲ غړو شمېر شپږو ته د راټیټیولو خبره شوې وه، خو د غړو شمېر کمولو فیصله به د ۲۰۲۳ز کال په عامو انتخاباتو کې عملي کېږي.

محسن داوړ

له شمالی وزیرستانه د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ هم د ۲۰۱۹ز کال د مې میاشتې پر ۱۳مه نېټه کې قامي اسمبلۍ ته هم دا شان یو آئینی ترمیمي بل وړاندې کړی وو، چې پکې په قامي اسمبلۍ کې د قبایلي ضلعو لپاره د ۱۲څوکیو او د صوبايي اسمبلۍ لپاره یې له ۱۶ تر ۲۴ څوکیو غوښتنه کړې وه. هغه بل قامي اسمبلۍ په اکثریت رایو سره منظور کړی وو، چې د ۲۶م آئیني ترمیم برخه شو، خو وروستو د پاکستان سېنېټ د دغه آئیني بل منظورۍ ته لا هم نه دی وړل شوی. داوړ غوښتنه کوي چې دا بل دې د منظورۍ لپاره سېنېټ ته وړاندې کړل شي.

د قبایلي ضلعو د حکومتي او اپوزیشن ډلو له څو کالونو راهیسې دا غوښتنه چې په دغه سیمو کې دې د سرشمېرنې عمل بیا وشي، ځکه دغلته آبادي ډېره زیاته ده خو د شماریاتو د ادارې لخوا د ۲۰۱۷ز کال په سرشمېرنه کې یې ۵۰ لکه ښودلې وه.

په ۲۰۱۸ز کال کې ترد ۲۵ اییني ترمیم لاندې فاټا د خیبر پښتونخوا برخه شوه چې ورسره یې د سېنېټ اته څوکۍ هم ختمې شوې. د پخوانۍ فاټا د سېنېټ څلور څوکۍ سږکال ختمې شوې نورې به په ۲۰۲۰ز کال کې ختمې شي.

دا مهال د خیبر پښتونخوا صوبایی اسمبلۍ لپاره له قبایلي ضلعو ۱۶ غړي د ټولټاکنو له لارې ټاکل کېږي او پینځه غړي یې په مخصوصه څوکیو راځي.