په شمالي وزیرستان کې دوه تنه وژل شوي‌

د سیمې خلکو وخت په وخت د هدفي حملو ضد مظاهرې کړې دي. (انځور: ارشیف)

پولیس وايي، په شمالي وزیرستان کې په دوو هدفي بریدونو کې دوه کسان وژل شوي دي.

د شمالي وزیرستان د پولیسو او د ضلعي انتظامیې چارواکو د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل، وسله والو په سپینوام کې پر عمر دراز نومي کس ډزې وکړې او و یې واژه.

چارواکي وايي، تر دې مخکې د اکتوبر پر ۱۰مه سهار مهال د دته خېلو په برمند کې د عیدمار خان په نوم د یوه کس مړی موندل شوی دی.

د دوی په خبره، وسله والو د اکتوبر پر نهمه شپې مهال عیدمار خان له جوماته وتښتاوه او سهار یې مړی وموندل شو.

چارواکي زیاتوي چې وسله والو له نوموړي سر پرې کړی دی.

تر اوسه معلومه نه ده چې عمر دراز او عیدمار خان چا او ولې وژلي دي او د وژنې ذمه واري یې هم لا چا نه ده منلې.

خو په شمالي وزیرستان کې له ۲۰۱۸ز کال راهیسې هدفي بریدونه روان دي چې پکې لسګونه کسان وژل شوي او ژوبل دي.

له تازه پېښو سره په ضلع کې سږکال د هدفي بریدونو شمېر ۵۲ ته ورسېد.

د سیمې خلکو وخت په وخت د هدفي حملو ضد مظاهرې کړې دي. هلته په شمالي وزیرستان کې امنیتي ځواکونه او انتظامیه وايي، د هدفي بریدګرو او وسله والو پرضد یې د لټون عملیاتو ته دوام ورکړی او پکې یې یوشمېر وسله وال نیولي او وژلي دي.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال په نیمايي کې په شمالي وزیرستان کې پوځي عملیات پیل کړل چې تر دوو کلونو روان ول.

په ۲۰۱۶ز کال کې چې د سیمې له شاوخوا ۱۰ لکه بې کوره شویو خلکو خپلو کلیو ته د ستنېدو بهیر پیل شو، نو پکې تر دوو کلونو پورې امن وو خو د ۲۰۱۸ز کال په پای کې هدفي حملې پیل شوې.

په ۲۰۲۰ز کال کې په هغه ضلع کې ۴۶ هدفي حملې شوې وې.