د ګرانۍ پرضد د عوامي نیشنل پارټۍ احتجاج

د ګرانۍ پروړاندې په سوات کې د عوامي نیشنل پارټۍ احتجاج. ۲۰۲۱، ۱۳م اکتوبر

عوامي نیشنل ګوند د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې د حکومت له خوا د ګرانۍ نه کنټرولولو پرضد مظاهرې پيل کړې دي.

د اکتوبر پر ۱۳مه په سوات کې شوې يوه مظاهره کې د دې ګوند ځايي مشر، ايوب اشاړي مشال رېډيو ته وويل چې حکومت بايد نرخونه سم کړي. نوموړی زیاتوي چې ګراني نیم په نیمه زیاته شوې ده او زیاتره خلک د دې وس نه لري چې خپل ورځني ضرورتونه پوره کړي.

په دې احتجاج کې مله د خوازه خېلې نثار احمد وايي، له تېرو درېوو کلونو راهیسې ګراني مخ په زیاتېدو ده او زیاتوي وړاندې چې به د یوچا د کور ګوزاره د ورځې په درې سوه روپۍ کېده هغه اوس په ۱۵۰۰ روپۍ هم نه کېږي. نوموړي غوښتنه وکړه چې په بازار کې دې خوراکي توکي په سرکاري نرخنامه وپلورل شي.

دا هم وګورئ:

شهباز شریف وايي د حکومت ناکامۍ له وجې غربت زیات شویپه پاکستان کې د دوایانو نرخونه زښته لوړ ختليپه خېبر پښتونخوا کې د چرګانو بیې لوړې شوې

د سوات یو خبریال غفور خان عادل چې د ګرانۍ خلاف یې د اې اېن پي احتجاج رپوټولو، له مشال رېډیو سره په خبرو کې وویل، ګراني ورځ تر بلې زیاتېږي. د تېلو نرخونه، اوړه، بوره، غوړي او نور د ضروریات څیزونه زښته ډېر ګران شوي دي او ډېری خلک دا غوښتنه کوي چې حکومت دې ګراني قابو کړي.

عوامي نیشنل پارټۍ د سویېلي وزیرستان په واڼه کې هم د ګرانۍ خلاف احتجاجي کېمپ لګولی دی. د ګوند د سیمې مشر ایاز وزیر یې وايي چې له نور پاکستانه په وزیرستانو کې د هر څیز نرخ زیات دی. دوی وايي چې د ګرانۍ ترڅنګ په سیمه کې بې روزګاري هم زیاته ده.

خو د تحريک انصاف حکومت دريځ لري چې د کورونا وايرس د مخنيوي لپاره د شوو تدابیرو له امله د نړۍ د نورو هېوادونو په شان د پاکستان اقتصاد هم خراب شوی.

د دوی په وينا،کوښښ کوي چې د احساس پروګرام له لارې له خلکو سره مالي مرسته وکړي.