په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد یوه عدالت د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین، د قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ او د غورځنګ دوه مخکښه غړي محمد شفیع او هدایت الله مفروران ګرځولي دي.
عدالت دا اقدام نن د کراچۍ په زندان کې د غورځنګ د یوه مشر او په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان د استازي علي وزیر د قضیې د اورېدنې پر وخت کړی دی چې ورسره سم، اوس پولیس کولای شي چې یاد کسان ګرفتاره کړي.
د علي وزیر وکیل قادر خان مشال راډیو ته وویل، دا ټول کسان د ۲۰۲۰ز کال د ډېسېمبر پر شپږمه د کراچۍ په سهراب ګوټ کې د غورځنګ په جلسه کې د ریاست پرضد د وینا ګانو په تور تورن شوي ول چې هغوی یې ردوي. د ډېسېمبر پر اوومه د پولیسو په رپورټ کې د ځینو نورو کسانو نومونه هم شامل ول چې زیاتره یې تر ګرفتارۍ وروسته په ضمانت خوشې شوي.
دا هم وګورئ:
نور د علي وزیر زندانېدل نه زغمو: پښتونخوا میپد خړ کمر شهیدان او د عارف وزیر وژنه نه شو هېرولی: پي ټي اېملسګونه زره احتجاجیانو د عارف وزیر وژنه وغندلهقادر خان وايي، عدالت په پېښور، وزیرستانونو او کراچۍ کې له چارواکو څخه د غورځنګ د تورنو غړو د شتمنیو په اړه معلومات غوښتي ول. د نوموړي په خبره، چارواکو عدالت ته ویلي چې د پښتین، داوړ، شفیع او هدایت الله په نوم هېڅ جایداد نشته چې عدالت یې کنګل کړي. تر دې وروسته عدالت یاد کسان مفروران وګرځول ځکه چې د قاضي پر امر سربېره عدالت ته نه دي حاضر شوي.
د غورځنګ مشران وايي، په اییني او قانوني لارو یې د پښتنو د حقونو غوښتلو ته دوام ورکړی دی. علي وزیر تېر کال د ډېسېمبر پر ۱۶مه په پېښور کې پولیسو ونیوه او بیا یې کراچۍ ته انتقال کړ. نوموړی له هغې مودې راهیسې په زندان کې دی او د ضمانت درخواستونه یې رد شوي. خو د علي وزیر یوه بل وکیل صلاح الدین ګنډه پور د پاکستان سپریم کورټ ته درخواست کړی چې وزیر دې خوشې کړي. د نوموړي د خوشې کولو لپاره د کراچۍ، اسلام اباد او جنوبي وزیرستان په ګډون د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په یوشمېر سیمو کې په بیا بیا مظاهرې شوې دي.