عدالت: له قبايلي سيمو دې ماينونه پاک او اغېزمنو ته دې مراعات ورکړل شي 

په جنوبي وزیرستان کې د ځمکلاندې بم په چادونه کې یو ژوبل تن د ډېره اسماعیل خان په روغتون کې تر درملنې لاندې دی. ۲۰۱۷، ۰۴ ډیسېمبر

پېښور هايکورټ په جنوبي وزيرستان او نورو قبايلي سيمو کې د ځمکلاندو ماينونو په اړه د يوې اورېدنې پرمهال پر چارواکو غږ کړی چې د معلوماتو تر لاسه کولو يا د ولس لخوا له ځای ورښوولو سره سم دې کارروايي وکړي او ښخ کړل شوي ماينونه دې وکاږي.

د روان ۲۰۲۱ز کال د جون پر ۱۰مه نېټه په پېښور هایکورټ کې د جنوبي وزیرستان پينځو وکیلانو یو درخواست جمع کړی وو چې پکې له عدالته غوښتنه شوې وه چې حکومت دې له قبايلي سيمو ټول ماينونه پاک کړي او په ماين چاودنو کې له وژل شويو او اغېزمنو کسانو سره دې مالي مرسته وکړل شي.

يو له دغو وکيلانو سجاد احمد مسود د اکتوبر پر ۱۵مه مشال راډيو ته وويل چې عدالت د اکتوبر پر ۱۴مه د دوی پر درخواست وروستۍ پرېکړه واورول او چارواکو ته يې د معاوضې ورکولو او ماينونو پاکولو لارښوونه وکړه.

"د عدالت په وينا چې کومه معاوضه له قانون سره سم نورو اغېزمنو خلکو ته ملاويږي، د هغې معاوضې لپاره به د ماين چاودنو متاثرين په ليکلې بڼه د ضلعې ډيپټي کمېشنر او د قدرتي افتونو د نظم ادارې ته درخواست ورکوي او هغوی به د معاوضې انتظام ورته کوي. عدالت دا هم وويل چې د ماينونو په اړه د معلوماتو په صورت کې به خلک پوليس يا پوځ ته حال ورکوي او هغوی به پر موقع باندې صفايي کوي."

سجاد مسود زياتوي چې د دې پرېکړو د نه عملي کېدو په صورت کې اغېزمن کسان عدالت ته رجوع کولای شي.

د نوموړي لخوا عدالت ته د ورکړل شويو معلوماتو له مخې له ۲۰۱۳ز کال راهيسې په جنوبي وزيرستان کې د ماین چاودنو شاوخوا ۱۷۸ پېښې رامنځ ته شوي چې ۸۰ کسان پکې وژل شوي او تر ۲۵۰ زيات معیوبه شوي دي. د سجاد مسود په خبره د ماين چاودنو په نتيجه کې ۷۷ کسانو د سترګو ديد هم له لاسه ورکړی دی. بلخوا په دا ډول پېښو کې د ځايي وګړو شاوخوا ۴،۰۰۰ څاروي هم وژل شوي دي.

د جنوبي وزیرستان په لده کې يو ښوونکی محمد ممتاز خان وايي چې په ۲۰۱۶ز کال په خپل کور کې د ښخ ماین ښکار شوی او اوس یې بدن کنډو دی.

"په ۲۰۱۶ز کال کې اته کاله پس حکومت راته وویل چې سیمه مو پاکه ده، ورځئ خپلو کورونو ته. نو کور مو ړنګ وو او یوه کوټه پکې وه او په هغه کې سامان وو نو ما او ورور مې ترې بهر کولو چې هلته پر ښخ ماین مې پښه ورغله او وچاودېدو نو یوه پښه او په دوو لاسونو کنډو شوم، او اوس د اودس ماتې لپاره لوټه هم بل کس راکوي."

په جنوبي وزيرستان کې په ماين چاودنو کې معيوبه شويو کسانو او د وژل شويو هغو خپلوانو د روان ۲۰۲۱ز کال د سېپټېمبر پر شپږمه په کوټکي کې پرلت وواهه چې وروسته يې د سېپټېمبر پر ۲۸مه له هغه ځايه په ټانک کې د جنوبي وزیرستان انتظامي مشر دفتر مخې ته انتقال کړ، خو څه باندې يوه مياشت وروسته يې دا پرلت له هغه وروسته پای ته ورساوه چې کله ځايي انتظاميې دوی ته باور ورکړ چې د غوښتنو پوره کولو لپاره به اړين اقدامات کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر غړی او د ماينونو پاکولو لپاره کمپاين چلوونکی عالمزېب مسود وايي چې پرلتوالو څلور غوښتنې درلودې.

"د پرلتوالو اوله غوښتنه دا وه چې [پوځ] زموږ په سيمو کې ماينونه ايښي دي، نو دوی دې خپلې مورچې هم صفا کړي او هغه کورونه دې هم صفا کړي چې دوی پکې اوسېدلي دي. بل چې موږ هر ځای ورښيو، هغه بايد راته صفا کړي. دويمه غوښتنه يې دا وه چې په ماين چادونو کې دې د وژل شويو کسانو کورنيو ته د ترهګرۍ ښکار کسانو غوندې شهدا پېکېج ورکړل شي. درېيمه غوښتنه يې دا وه چې په دې پېښو کې چې څوک معذوره شي نو د ماين چاودنو د متاثرينو په نوم دې نوکرۍ ورکړل شي. څلورمه غوښتنه يې دا وه چې ولس ته دې د هغوی د وژل شويو څاروو معاوضه هم ورکړل شي."

په خيبر پښتونخوا کې په عامه توګه د "شهدا پېکېج" له مخې د وژل شوي تن کورنۍ ته شاوخوا ۳۰ لاکه روپۍ او د کورنۍ يوه غړي ته نوکري ورکول کېږي.

د خيبر پښتونخوا د کاريګرو او کلتور صوبايي وزير شوکت يوسفزي د اکتوبر پر ۱۵مه مشال راډيو ته وويل چې دوی به له قانون سره سم له ټولو اغېزمنو سره اړينه مرسته کوي.

"که څوک په شهدا پېکېج کې راځي نو بيا د غوښتنو ضرورت هم نشته ځکه چې هغوی ته به خپله ملاويږي. چې هر څوک په قانوني دايره کې راشي نو هم به پيسې ورکول کېږي او هم به نوکرۍ ورکول کېږي."

شوکت يوسفزي زياته کړه چې د ماين چاودنو متاثرينو ته به هم قانوني مراعات ورکول کېږي خو په څرګند ډول يې ونه ويل چې څومره مراعات او څه وخت به ورکول کېږي.

دا هم وګورئ:

پښتون ژغورنې غورځنګ د رحمت شاه مسید خوشې کولو لپاره احتجاج وکړټانک کې د ماین چاودنو معذورانو او د پي ټي اېم د یوه مشر د ګرفتارۍ ضد مظاهرهجنوبي وزیرستان کې ماین چاودنې ماشوم وژلی

د وکیل سجاد مسود او عالمزېب مسود په وينا له ۲۰۰۷ز کال راهیسې په جنوبي وزیرستان کې د وسله والو د مخنیوي لپاره په پوځي عملیاتو کې دغه ماینونه ښخ کړل شوي ول خو لاهم نه دي لیرې کړل شوي.

د جنوبي وزيرستان په ګډون په ځينو نورو قبايلي سيمو کې هم د ترهګرۍ ضد جګړې پر مهال ماينونه ښخ شوي دي.

د پاکستان پوځ وايي چې په جنوبي وزيرستان کې يې ځينې سيمې له ماينونه پاکې کړې دي خو ځايي خلک وايي چې دا کار دې ژر تر ژره بشپړ شي.

د پاکستان پوځ له تېرو څه د پاسه درو کلونو راهیسې په قبایلي ضلعو کې ماین پاکۍ ته دوام ورکړی. سیمه له ماینونو پاکول د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه له مهمو غوښتنو وه.