د چمن او سپېن بولدک ترمنځ د پولې تړل کېدو پرضد په چمن کې داسې احتجاج وشو چې د تجارانو او مزدورانو په ګډون پکې په ګڼ شمېر ځايي خلکو برخه اخیستې وه.
د اکتوبر پر ۱۵مه شوي دې احتجاج کې شریکو خلکو غوښتنه کوله چې طالبان او پاکستاني چارواکې دې زر تر زره د پولې پرانیستلو په اړه ناستې او خبرې سره وکړي.
د احتجاج یو مخکښ او د چمن تجارانو مشر صادق خان اڅکزي مشال راډیو ته وویل، دوی د احتجاجونو شوقیان نه دي بلکې پر دې مجبور شوي دي. ده وویل، لس ورځې وشوې، پوله لا هم تړلې ده او خلک بې روزګاره ناست دي.
نوموړی وايي: "دا لاره په غیراعلانیه توګه بنده ده، دا نه معلومېږي چې قصور د چا دی، وجه یې څه ده؟ دلته په لکونه انسانان بې روزګاره دي، تګ راتګ نه شي کولای، د افغانستان ولس دلته په چمن کې ایسار دی او هلته پاکستاني وګړي په سپین بولدک کې بند دي."
صادق خان اڅکزي وویل، دا د طالبانو او پاکستانيو واکمنو ذمه واري ده چې دا لاره خلاصه کړي او د خلکو روزګار او ژوند بحال کړي.
دی وايي: "موږ له ملایانو دا غوښتنه کوو، موږ له امنیتي ادارو او پوځ څخه دا غوښتنه کوو چې زموږ د ولس څه ګناه ده؟ دوی دې سره کښېني، تګ راتګ دې پر افغان تذکره او پاکستاني قومي شناختي کارډ کړي، دا کار د ولسمشر اشرف غني او ولسمشر حامد کرزي په وخت کې هم روان وو، دا څه نوی کار نه دی."
دا احتجاج په داسې وخت کې شوی چې د تجارت او روزګار درېدو تر څنګ په سلګونه هغه افغان وګړي هم له ماشومانو او مېرمنو سره په چمن کې ایسار دي چې پاکستان ته په علاج پسې تللي وو.
د افغانستان د پکتیکا ولایت اوسېدونکي هدایت الله مشال راډیو ته وویل، د اکتوبر له پنځمې له ناروغانو سره په چمن کې ایسار دی. نوموړی وايي: "موږ د ډاکټر لپاره راغلي وو، درې ناروغان دي راسره، ډېر په تکلیف کې یو، شپې پر سړکونو تېروو، د شپې ډېره یخني وي، هیڅ سهولت نشته، مېرمنې دي، ماشومان او سپین ږیري دي دلته."
د فراه ولایت اوسېدونکي عبدالغني وویل چې ناروغان ورسره دي او د خرڅ لپاره ورسره پیسې هم ختمې شوې دي. عبدالغني زیاتوي: "ماشومان او ناروغان راسره دي، له دواړو لوریو غوښتنه کوو چې دا لاره راته خلاصه کړي ، موږ خرڅ هم نه لرو او کارونه مو ډېر خراب دي."
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د غزني ولایت خیرالله وویل چې دی د زړه ناروغۍ په علاج پسې تللی و او اوس د لار تړل کېدو له کبله په چمن کې بند پاتې دی. نوموړی وویل:"په کومه شپه چې موږ راغلو نو پوله تړل شوې وه، ماشومان هم راسره دي، زما په خپله د زړه ناروغي ده، لس ورځې وشوې چې لاره تړلې ده، پیسې هم راسره ختمې شوې او بس پر میدان پاتې یو."
په کندهار کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر شمس صمیم د اکتوبر پر ۱۵مه مشال راډیو ته وویل چې دا موضوع د بهرنیو چارو په وزارت پورې اړه لري.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له ویاند عبدالقهار بلخي سره مو د خبرو هڅه وکړه خو د هغوی ټلیفون بند وو.
دا هم وګورئ:
د چمن - سپین بولدک لارې تړل کېدو خلکو ته سرخوږی جوړ کړیسوداګر: که د چمن - بولدک لار خلاصه نه شي په میلیونونو افغانۍ زیان به ورورسېږيد افغانستان او پاکستان رسمي تجارت ۸۰ فیصده اغېزمن شوی دی: سوداګرتر دې وړاندې په کندهار کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر رحمت الله نړیوال د اکتوبر پر اتمه مشال راډیو ته ویلي ول چې د چمن او سپین بولدک ترمنځ لاره یې د اکتوبر پر پنځمه ځکه تړلې وه چې د ده په وینا، پاکستاني چارواکي د تګ راتګ پر وخت افغان وګړي بې ځایه ځوروي.
په دې اړه مو د اکتوبر پر ۱۵مه د چمن له مرستیال کمشنر جمعه داد مندوخېل سره د خبرو هڅه وکړه خو هغوی له خبرو ډډه وکړه. نوموړي د دې پولې تر تړل کېدو وروسته ډیوه راډیو ته ویلي وو چې لاره د پاکستان له خوا نه بلکې د افغانستان له خوا طالبانو تړلې ده.