پاکستان کې د ګرانۍ خلاف د اپوزېشن تحریک څومره جدي دي؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په پاکستان کې د زیاتېدونکې ګرانۍ په اړه د دې هېواد حزب اختلاف ګوندونو د حکومت پرضد مظاهرې پیل کړې دي. د دې هېواد شمارياتو دفتر ( پاکستان بېورو اف سټېټسټکس) څو ورځې وړاندې ويلي ول چې په دې وروستيو کې د ګرانۍ کچه ۱۲.۶۶ وه. د دفتر له مخې، په دې وروستيو کې د ۲۲ خوراکي شيانو بيې لوړه شوې دي. خو پوښتنه دا ده چې حزب اختلاف دا احتجاج د سياسي ګټو لپاره استعمالوي او که نه په ریښتیا به د ګرانۍ په له منځه وړلو کې مهم رول ولوبولای شي.؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې څېړل شوې دي.
پاکستان کې حکومت مخالفه ګوندونه