د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید احمد او د مذهبي چارو وزير نورالحق قادري دواړو ويلي چې له ناقانونه تحريک لبیک سره په مذاکراتو کې پرمختګ شوی دی.
شېخ رشید احمد د اکتوبر پر ۲۴مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل چې تېره شپه یې ټوله له یاد تحریک سره په مزاکراتو تېره کړې ده.
ده وویل، پرېکړه شوې ده چې د تحریک لبیک پر غړو جوړې شوې مقدمې به د اکتوبر پر ۲۶مه یا ۲۷ ټولې واخیستل شي.
نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د تحریک لبیک د مشر سعد رضوي د خوشي کولو په اړه هم خبرې روانې دي او هغه به هم خوشې شي.
ده دا هم وویل چې د تحریک لبیک له خوا پیل شوی لاریون به په سوله ییزه توګه په مریدکې کې محدود وي او هلته به لارې هم نه بندوي.
شېخ رشید زیاته کړه چې د تحریک لبیک مشران او حکومتي استازي به د اکتوبر پر ۲۵مه د کورنیو چارو په وزارت کې ناسته کوي او پر دې مسلو به نور خبرې کوي.
تر دې وړاندې د پاکستان د مذهبي چارو وفاقي وزير پیر نورالحق قادري يو وياند عمر بټ نن په بيان کې ويلی چې د تحريک لبيک له مذاکراتي ډلې سره خبرې اترې شوې دي.
د عمر بټ په وینا، په دې خبرو اترو کې پرېکړه شوې چې د غوښتنو تر منلو به دا پرلت پر هم هغه ځای وي چېرې چې اوس دی.
نوموړي زياته کړې چې لارې به خلاصوي او د مظاهرچيانو د پرامنه اوسېدو په صورت کې به پوليس د دوي پرضد کاروايي نه کوي.
خو د تحریک لبیک له خوا لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویل شوي.
دا له هغه وروسته ده چې تحريک لبيک د اکتوبر پر ۲۲مه نېټه په لاهور کې د خپلو غوښتنو په حق کې د اسلام اباد پر لور لاريون پیل کړی وو چې دا مهال يې زرګونه ملاتړي لاهم له لاهور سره نږدې د مريدکې په سيمه کې دي.
تحريک لبيک پروسږ کال د فرانس په يوه مجله کې د اسلام د پېغمبر د خاکو خپرېدو پرضد احتجاج پېل کړی وو. هغه مهال د فرانس ولسمشر اېمانوېل مېکرون د خاکو خپرېدو دفاع کړې وه او ويلي ول چې له هيچا سره د بیان ازادۍ باندې جوړ جاړی نه کوي.
تحريک لبيک غوښتنه کوي چې حکومت دې له دوی سره په دې اړه د ۲۰۲۰ز کال د نومبر پر ۱۶مه او ورپسې د ۲۰۲۱ز کال د اپرېل ۲۰مه شوي تړونونه عملي کړي.
د پاکستان وفاقي حکومت له تحريک لبيک سره دا لیکلي تړونونه تر هغو مظاهرو وروسته شوي وو چې پکې حکومت ژمنه کړې وه چې د مذهب سپکاوي د خاکو خپرولو پر سر به له پارلمانه د قانون تر منظورولو وروسته د فرانس سفير له هېواده باسي.
خو د تحريک لبيک په وينا، حکومت پر تړونونو لاهم عمل نه دی کړی .
تحریک لبیک د ۲۰۱۷م کال په نوومبر کې هم په اسلام اباد کې په پرلت وهلو سره د مسلم لیګ ن د هغه وخت وفاقي حکومت مجبور کړی وو چې د قانون وزیر لیرې کړي.
تحریک لبیک د قانون وزیر زاهد حامد تورن کړی وو چې د انتخاباتو په قانون کې یې د اسلام ضد نقطې اچولې دي.
که څه هم هغه دا تور رد کړی وو خو بیا هم مسلم لیګ ن د تحریک لبیک د فشار له کبله هغه له دندې لیرې کړی وو.
د پنجاب پر سیاسي حالاتو نظر لرونکي فکر کوي چې تحریک لبیک د خپل پخواني مشر خادم رضوي تر مرګ وروسته هغسې قوي نه دی پاتې شوی لکه څنګه چې د هغه په مشرۍ کې وو.
خادم رضوي د ۲۰۲۰ز کال د اپرېل پر ۱۹مه د کورونا وایرس له کبله په لاهور کې مړ شوی وو.
پر هغه تور وو چې د اسټبلشمنټ په وینا د حکومتونو پرضد احتجاجونه کوي. خو اسټبلشمنټ داسې تورونه تل رد کړي چې ګواکې دوی د پاکستان په سیاست کې ګوتې وهي.