شمالي وزیرستان کې د دوو عسکرو په ګډون پینځه تنه وژل شوي

شمالي وزیرستان کې د پاکستاني ځواکونو یو ټېنک: تصویر له ارشیفه

امنیتي چارواکي وايي، په شمالي وزیرستان کې په يوشمېر بریدونو کې د دوو امنیتي عسکرو په ګډون پينځه تنه وژل شوي او یو ژوبل دی.

په سیمه کې یوه امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال رېډیو ته وویل چې د اکتوبر پر ۲۷مه نېټه د دته خېلو په دېګان سیمه کې د امنیتي عسکرو پر ګاډي ځمکلاندې بم چاودلی چې پکې یو عسکر وژل شوی دی.

بلخوا د رزمک په ګړیوم کې په ورته برید کې یو عسکر ووژل شو او درېیم امنیتي عسکر په میرلي کې دسړکغاړې بمي برید کې ژوبل شوی دی.

په عین حال کې د میرلي پولیس تاڼې چارواکي وايي چې په میرلي او کم سروبي کې درې ځايي اوسېدونکي د اکتوبر پر ۲۷مه نېټه په بېلابېلو هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

دا هم وګورئ:

پاکستان: له هغو طالبانو سره غږیږو چې مذاکرات کول غواړيشمالي وزيرستان کې هدفي بريدونه: حکومت يې د مخنيوي څه تګلاره لري؟ لکي مروت کې وسله وال برید څلور پولیس وال ووژل

د شمالي وزیرستان پولیس چارواکي حقیق حسین مشال ریډيو ته وویل دغه درې کسان په میرلي، ایدک او کم سروبي سیمو کې په درې جلا جلا حملو کې وژل شوي دي او وسله وال په تېښته بریالي شوي دي.

پولیس وايي، د درېوو واړو پېښو مقدمې يې درج کړي او پلټنې یې روانې دي. تر اوسه د دغو حملو ذمه واري چا نه ده منلې.

دا په شمالي وزیرستان کې د هدفي بریدونو ۵۵مه پېښه ده. پروسږکال دغه شمېر ۴۶ وو.

په دا وروستیو کې د خیبر پښتونخوا په سویلي ضلعو بنو، لکي مروت، شمالي او جنوبي وزیرستان کې پر پولیسو او امنیتي ځواکونو په وسله وال بریدونو کې تېزي راغلې، چې د ډېری بریدونو ذمه واري یې تحریک طالبان پاکستان منلې ده.

د خیبر پښتونخوا جنوب پلو لکي مروت ضلعه کې د اکتوبر پر ۲۷مه نېټه سهار وختي د پولیسو پر یوه ګرځنډه ډله د تحریک طالبان پاکستان د وسله والو په برید کې څلور پولیس واله وژل شوي ول.

د اکتوبر پر ۲۵ نېټه هم د پولیسو او ځنګلاتو محکمی چارواکو په وینا د بنو له ممندخېل سیمې څخه نامعلومه وسله والو د یوې ښځینه افسرې په ګډون د ځنګلاتو محکمې څلور کارمندان وتښتول چې لا یې هم هېڅ درک نه لګېږي.

د تښتول شوو کسانو د تښتول کېدو ذمه واري لا هم چا نه ده منلې.

د یادولو ده چې د سږني ۲۰۲۱ز کال د فېبرورۍ پر ۲۱مه نېټه هم د شمالي وزیرستان له شوه سیمې نه ناڅرګندو وسله والو شپږ کسان تښتولي ول چې اته میاشتې پس د روانې اکتوبر میاشتې پر ۲۲مه نېټه راپرېښودل شول.