عالمزېب مسید او ملګري یې زندان ته ولېږل شو

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ عالمزېب مسید او نور نیول شوي‌ غړي‌ د اکتوبر پر ۳۱مه په ټانک کې عدالت ته وړاندې کړل شو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ عالمزېب مسید او د هغه درې نور نیول شوي‌ ملګري د اکتوبر پر ۳۱مه عدالت ته تر وړاندې کېدو وروسته د ټانک زندان ته لېږل شوي دي.

د ټانک عدالت پولیسو ته ویلي چې عالم زیب مسید او د هغه درې نور ملګري دې د نومبر پر دریمه یو وارې بیا عدالت ته حاضر کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ شا فېصل غازي د اکتوبر پر ۳۱مه مشال راډيو ته وویل چې له عالم زیب سره د هغه درې ملګري اسحاق، بلال او یو ډرایور هم نیول شوي دي.

دا له هغه وروسته ده چې د ټانک پولیسو مشر سجاد خان مشال راډیو ته وویل چې عالم زیب مسید او د هغه ملګري یې د اکتوبر پر ۳۰مه په سرکاري چارو کې د لاسوهنې په تور په خرګۍ پوځي پوستې ګرفتار کړي دي.

خو عالم زیب مسید وايي چې په خرګۍ پوځي پوستې ترې امنیتي ځواکونو شناختي کارډونه وغوښتل او په واپس کولو کې یې ډیر وخت واخیست نو ده ترې پوښتنه وکړه چې سپریم کورټ هم د انټري یا داخلېدو عمل غیرقانوني ګرځولې نو تاسو ولې دا کار کوی؟

عالم زیب زیاتوي چې پر دې خبره پوځي چارواکي غصه شول او پر دوی یې د دړکې ورکولو او د قامونو ترمنځ د کرکې خورولو تورونه پورې کړي دي چې د ده په وینا، بې بنیاده دي.

خو د پولیسو مشر سجاد خان وايي چې د عالم زیب او ملګرو یې له امنیتي ځواکونو سره لفظي شخړه شوې او د هغوی خلاف یې نعرې وهلې دي.

عالمزېب مسید د پښتون ژغورنې غورځنګ هغه غړی دی چې په ځانګړې توګه د لادرکه کسانو په اړه معلومات غونډوي او د هغوی د موندلو او خوشي کولو لپاره مبارزه کوي.

پر عالمزېب مسید د دې مبارزې په ترڅ کې څو ځله مقدمې شوې دي‌ او هغه نیول شوی او په زندان کې اچول شوی دی.

عالمزېب مسيد د پښتون ژغورنې غورځنګ له بنسټګرو دی او د ۲۰۱۹جنورۍ پر ۲۱مه نېټه په کراچۍ کې د وژل شوي وزيرستاني ځوان نقیب الله مسيد د لومړي تلين په غونډه کې تر وينا وروسته پوليسو نيولی وو.

پر هغه وروسته د ترهګرۍ قانون لاندې د پوځ پر ضد د وينا کولو او د خلکو راپارولو تور ولګول شو.

ترهګرۍ ضد عدالت د هغه ضمانت رد کړ خو د شاوخوا نهه مياشتو تر بند وروسته د پاکستان سپريم کورټ يې د خوشي کولو ضمانت منظور کړ.

عالمزېب مسيد د "میں ملزم نہیں مدعی ہوں" په نوم کتاب هم ليکلی دی چې "زه ملزم نه، مدعي يم" تر سرليک لاندې پښتو ژبې ته هم ژباړل شوی دی.

عالمزېب مسيد پر ۱۰۵ پاڼو مشتمل دې کتاب کې په کراچۍ کې د ځان د نيونې، د زندان د ورځو شپو، د لادرکه کسانو د ورکېدو د پیل او لاملونه، پر ولسي خلکو د تشدد، د مځکني ماينونو پر ضد د خپلو هلو ځلو، پر امنتي پوستو له عامو خلکو سره چلند او د پښتون ژغورنې غورځنګ د جوړېدو پر لاملونو ليکل کړي دي.