ویزو پرته هم پاکستان ته په اوښتو کې له ستونزو سره مخ یو

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د اکتوبر له۲۱مې نېټې راهیسې پر تورخم د افغانستان غاړې ته په زرګونه افغان وګړي چې پاکستانۍ ویزې لري، دغه هېواد ته د داخلېدو لپاره انتظار باسي. دوی وايي، پاکستان ته د اوښتو پر وخت تر سخت کړاو لاندې تېرېږي، ناروغان یې هم په اوږدو قطارونو کې دوه او درې شپې انتظار وباسي او د ویزې لرلو باوجود په اسانه پاکستان ته نه شي اوښتی. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.