د ننګرهار یوه جومات کې چاودنې درې تنه وژلي، ۱۵ ژوبل

د جلال اباد ښار یوه برخه - انځور له ارشیفه

د ننګرهار په سپین غر ولسوالۍ کې چاودنې لږ تر لږه درې کسان وژلي او ۱۵ نور یې ټپیان کړي دي.

د روغتون یوه چارواکي فرانس پرېس ته د درېیو مړو او پنځلسو ټپيانو د ورلېږدولو خبره تایید کړې.

هاخوا د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رییس قاري حنیف مشال راډیو ته ویلي چې چاودنه د جمعې د لمانځه پر مهال د سپین غر ولسوالۍ د تریلې سیمې په جامع جومات کې شوې ده.

د هغه په خبره د ملا امام په شمول ۱۵ لمونځ کوونکي ټپیان شوي.

مخکې دا خبره د سیمې ځینو سرچینو هم مشال راډیو ته کړې وه او ویل یې چې ماین په محراب کې ځای پر ځای شوی وو.

چا د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی خو د ننګرهار په تېره بیا د سپین غر ولسوالۍ د ترېلي په سیمه کې چې دا پېښه شوې مخکې پکې د داعش یا اسلامي دولت ډلې وسله وال فعاله ول.

دا هم وګورئ:

په جلال اباد کې چاودنو ۳ کسان وژليد کابل له عیدګاه جومات سره چاودنه کې یوشمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتېجلال اباد او کابل کې چاودنو دوه تنه وژلي او تر ۲۰ زیات یې ژوبل کړي

په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په جوماتونو کې د لمانځه پرمهال د چاودنو په ګډون یوشمېر بریدونه شوي دي.

د اکتوبر پر ۱۵مه د کندهار د اهل تشیع په یوه جومات کې په ځانمرګي برید کې ۴۷ کسان وژل شوي ول.

تر دې یوه اوونۍ مخکې په کندوز کې د جمعې د لمانځه پر مهال په حمله کې ۴۶ کسان وژل شوي ول. د هغو دواړو بریدونو ذمه واري د اسلامي دولت ډلې خراسان څانګې منلې وه.