د علي‌وزیر او نورو ملګرو د خوشې کولو لپاره د پښتون ژغورنې غورځنګ مظاهرې

پخوانی تصویر:‌ منظور پښتين په جنوبي وزیرستان کې جلسې ته وينا کوي

پښتون ژغورنې غورځنګ د علي وزیر او نورو غړو خوشي کولو لپاره د نومبر په ۱۴مه احتجاجي مظاهرې کوي.

د غورځنګ مشر منظور پښتین د نومبر پر اتمه د خپلو بندي ملګرو خوشي کولو لپاره د احتجاجي لړۍ اعلان کړی وو. هغه پوښتنه کړې وه چې ولې د پارليمان يو منتخب غړی په زندان کې اچول شوی دی.

پښتون ژغورنې غورځنګ له هغه اعلان سره سم په کراچۍ، کوټه او پېښور کې احتجاجي مظاهرې کوي. غورځنګ غوښتنه کوي چې د علي وزیر په ګډون د دوی ټول غړي دې ژر تر ژره خوشي کړل شي. د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي حکومت په مختلفو مقدمو کې نيولي دي.

په دوی کې په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزيرستان استازی علي وزیر هم دی چې د سيند پوليسو ورباندې پروسږ کال د دیسمبر په میاشت کې په کراچۍ کې د يوې جلسې پر مهال د رياست او ریاستي ادارو پرضد د وينا مقدمه درج کړې او دی دا مهال د کراچۍ په زندان کې دی.

دا هم وګورئ: کراچۍ: عدالت د علي وزیر مقدمې اورېدو مهال منظور پښتین او محسن داوړ مفروران وګرځول

د کراچۍ ترهګرۍ ضد عدالت د نومبر پر درېیمه نېټه په جيل دننه اورېدنه وکړه او پر هغه يې فرد جرم ولګولی.

د منظور احمد پښتین په مشرۍ پښتون ژغورنه غورځنګ له رياسته غوښتنې لري چې جبري ورک کړي کسان دې عدالت ته ورولي، په کراچۍ کې د وژل شوي وزیرستاني ځوان نقیب الله مسود په مقدمه کې تورن پولیس افسر راو انوار ته دې سزا ورکړل شي، په قبایلو کې دې پر امنیتي پوستو د خلکو ځورول بند کړل شي، سيمه دې له ماينونو پاکه کړل شي او د بدامنۍ او پوځي کاروایانو پر مهال د اوښتو زیانونو په اړه دې د حقایقو معلومولو لپاره یو کميسيون جوړ کړل شي.

بلخوا حکومت وايي په دغو غوښتنو کې يې د ځېنو په پوره کولو لاس پورې کړی دی. پوځ ويلي‌چې پر چيک پوسټونو یې د خلکو سره رویه ښه ده او د ماينونو د پاکولو لپاره یې کار روان دی. همداراز د لادرکه کسانو موندلو لپاره حکومت يو کميشن جوړ کړی.