وزیرستان کې هدفي بریدونو دوه تنه وژلي، درې ژوبل

د پولیسو، ضلعي انتظاميې او ځايي خلکو په وینا د نومبر پر ۱۵مه نېټه د شمالي وزیرستان او بنو بکاخیل کې د هدفي بریدونو په پینځو بېلا بېلو پیښو کې دوه کسان وژل شوي، او درې تنه چې دوه پکې امنیتي عسکر دي ژوبل کړي دي.

ځايي سرچېنې وايي، د میرلي په هڅوخېلو کې یو ځايي کس رحمان الله ناڅرګندو وسله والو ژوبل کړی وو چې وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.

هم د میرلي تحصیل په بازار کې یو کس پر ډیمپر ګاړي ډزې کړې چې د ډیمپر ډرېور یې ژوبل کړی دی.

د سیمې پولیس مشر عقیق حسین مشال رېډیو ته ویلي چې د دې پېښې په تړاو یې د نامعلومو کسانو پرضد مقدمه درج کړې او پولیس پلټنې کړي. نوموړي وویل چې لا هم د وژلو شوو او ژوبل شوو کسانو کورنۍ پر هېچا د برید دعوه نه ده کړې نو ځکه یې د نامعلومو ضد مقدمه درج کړې.

د برید زمه واري چا نه ده منلې.

همد راز امنیتي چارواکي وايي چې د نومبر پر ۱۵مه ماښام مهال د میرلي په نورک سیمه کې پر امنیتي عسکرو وسله وال برید دوه سرتېري ژوبل کړي دي.

د امنیتي چارواکو او پولیسو په وینا په بله پېښه کې چې د شمالي وزیرستان په سپین وام کې رامنځ ته شوې، ناڅرګندو وسله والو د موبایل جاز ټاور ته اور اچولی او سوځولی یې دی.

تیره اونۍ هم وسله والو د میرلي په حیدرخېلو کې د زونګ مویایل ټاور په بمونو الوزولی وو.

د بنو بکاخېل منډۍ کې هم د نومبر پر ۱۵مه ناڅرګندو وسله والو یو کس په ډزو وژلی دی.

د بنو پولیس ضلعي سپیشل برانچ یو چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، مشال ریډیو ته وویل چې په وسله سمبال کسانو د شمالي وزیرستان ګړیوام اوسېدونکی محمودالرحمان وژلی دی.

پولیس وايي، د پېښې پلټنې یې پلی کړي دي خو دا یې هم ویلي دي، داسی معلومات دي چې وژل شوی کس د یوه بل کس په شک تر برید ښکار شوی دی. خو وايي تر پلټنو وروسته به یې کره معلومات کېږي او قاتلان به زر ګرفتار شي.

سږکال یوازې په شمالي وزیرستان کې د هدفي بریدونو ۶۰ پېښې رپوټ شوې دي. په سیمه کې د هدفي وژنو ضد په وار وار ولس احتجاجونه کړي او د مخنیوي غوښتنې یې کوي.

دغه بریدونه په داسې حال کې کېږي چې حکومت له تحریک طالبان پاکستان سره د مذاکراتو خبرې کوي چې په وینا یې تر ډېره حده کامیاب شوي دي.