د امریکا لهخوا د افغانستان د بانکي زېرمې کنګلېدو، طالبان اړ کړي چې د دې شتمنۍ د خوشې کېدو لپاره د امریکا کانګرس ته لیک واستوي.
دا لیک چې د نومبر پر ۱۷مه رسنیز شو په کې تر ډېره د افغانستان اوسني وضعیت او د امریکا لخوا د بانکي زېرمې له کنګل کېدو وروسته، اندېښنو او د دې ګام بدو پایلو ته اشاره شوې.
په لیک کې چې د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي لخوا لیکل شوی پکې راغلي، د نوي حکومت له اعلان سره د امریکا حکومت د افغانستان د مرکزي بانک پر زېرمو بندیز ولګاوه چې دا د دوی د توقع او د دوحې هوکړې خلاف عمل دی.
په لیک کې راغلي، اوس د افغانانو اساسي مسئله مالي خوندیتوب دی او د دې اندېښنې رېښه د امریکا د حکومت لهخوا د افغانانو پر شتمنیو بندیزونو ته ورګرځي.
د امریکا کانګرس ته د طالبانو په پرانیستي لیک کې لیکل شوي، د افغانستان د پیسو کنګلول ستونزه نه حلوي، بلکې د پیسو له کنګلېدو او اقتصادي بندیزونو سره د افغانستان د روغتیا، معارف او نورو ملکي خدمتونو هغه سیستمونه زیانمېدای شي چې عام ولس ترې ګټه اخلي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د دې ليک متن يې يوه ويډيو کې لوستې چې يوه برخه کې يې وايي: "موږ په دې باور یو چې د افغانستان د پیسو کنګلول ستونزه نه حلوي او نه هم دا د امریکا د ولس غوښتنه ده، نو ځکه باید ستاسي حکومت یاده پانګه خوشې کړئ. موږ اندېښمن یو چې که اوسنی وضعیت همداسې دوام وکړي، نه یوازې د افغانستان حکومت او ولس به له ستونزو سره مخ شي، بلکې په سیمه او نړۍ کې به د پراخي کډوالۍ لامل شي او نړۍ ته به بشري او اقتصادي مسئلې رامنځته کړي."
د امریکا کانګرس ته د طالبانو په لیک کې په افغانستان کې د روان ناوړه بشري وضعیت یادونه هم شوې او لیکل شوي، په داسې حال کې چې دا هېواد د کورونا څپې، وچکالۍ، جګړو او بې وزلۍ ځپلی، د امریکا لخوا بندیزونو له سوداګرۍ او کار روزګار ورهاخوا د بشري مرستو حالت هم اغېزمن کړی دی.
په دې لیک کې طالبانو له امریکا سره د نویو او ښو اړیکو د پیل او د دوحې د هوکړې عملي کېدو یادونه شوې او زیاته کړې یې ده، اوس د افغانستان د ودانۍ او پراختیا لپاره ټول فرصتونه برابر شوي دي او امریکا کولای شي د افغانستان په صنعت، کرنې او د کانونو په کېندنه کې پانګونه وکړي.
طالبانو د لیک په پای کې له امریکا غوښتي چې افغانستان کې د بشري او اقتصادي بحران په حل کې مسئولانه ګام پورته، د افغانستان د مرکزي بانک شتمنۍ ازادې او د دوی پر حسابونو لګېدلي بندیزونه لېرې کړي.
د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او ویاند ذبیحالله مجاهد مشال راډیو ته وویل، د دې لیک موخه په افغانستان کې د روان وضعیت او حقایقو څخه د امریکا د خلکو خبرول دي.
دی وايي: "د امریکا کانګرس ته یو لیک استول شوی، محتوا او هدف یې دا دی چې د امریکا خلک د خپلو استازو په وسیله په افغانستان کې د روانو واقعیتونو او هغو غوښتنو او اړتیاوو چې دواړه هېوادونه یې لري، خبر کړل شي."
طالبان داسې مهال د امریکا کانګرس ته لیک استوي چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ سیمه کې دی.
هغه په روسیه او هند کې له بېلابېلو چارواکو سره کتلي او د افغانستان په اړه د اجماع په جوړېدو یې خبرې کړي.
وېسټ په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، له خپلو نېږدې شریکانو سره د یوه با ثباته او سولهییز افغانستان لپاره همکاري کوي.
په همدې حال کې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له نیوز ویک سره خپله نوې مرکه کې ویلي، روسیه غواړي د افغانستان په مسایلو کې عادي و اوسي، خو هغه په دې هېواد کې د ترهګرۍ د ګواښ او د نشه يي توکو د قاچاق په اړه اندېښنه وښوده.
کابلوف زیاتوي، د طالبانو چارې له نېږدې څارې، حکومت ته یې درناوی لري، خو دا په دې معنی نه ده چې ګنې په رسمیت یې پېژني.
په داسې حال کې چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو له درېیو میاشتو زیات وخت تیرېږي تر اوسه د نړۍ هېځ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
که څه هم طالبان وايي، دوی د دوحې هوکړه عملي کړې او د ځینو فرصتونو د برابرولو خبره کوي خو نړیوالو مخکې له دې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندنې لپاره ځینې شرطونه مطرح کړي چې مهم هغه یې:
- د یو ټول ګډونه حکومت جوړول.
- نجونو او ښځو ته د زده کړو او کار حق ورکول.
- د لږکیو حقونه
- او د افغانستان له خاوري دوی ته نه ګواښ تضمین دی چې ښايي تر اوسه یې دوی په اړه ډاډ نه وي ترلاسه کړی.