په افغانستان کې طالبانو اعلان کړی چې د هیواد ټولو دولتي کارکوونکیو ته به د درو میاشتو پاتې تنخاګانې ورکول پیل کړي.
د طالبانو د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل دا خبره د نومبر پر ۲۰مه یوې خبري غونډې ته کړې ده.
نوموړي ویلي، " موږ به د نومبر له ۲۰مې دولتي کارکوونکو ته د تنخاګانو ورکړه پیل کړو، موږ به دوی ته د درو میاشتو تنخاګانې ورکوو."
دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ څه باندې درې میاشتې وشوې او حکومتي کارکوونکو ته تنخاګانې نه دي ورکړل شوې.
طالبانو د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۵م د کابل له نیولو سره د ولسمشر اشرف غني حکومت نسکور کړ او پر افغانستان واکمن شول.
د طالبانو لخوا د کابل تر نیولو وروسته په هغه هېواد کې لویې بانکي بحران راغلی او ورسره ګراني زیاته شوې او د افغانۍ نرخ غورځیدلې دی.
دا اقتصادي بحران له هغه وروسته نور هم زیات شو چې امریکا د افغانستان مرکزي بانک ۱۰ اربه ډالره کنګل کړې چې له وجې یې د کابل نوې واکدارانو ته لږې پېسې پاتې شوې.
د امریکا ترڅنګ نړېوال بانک او د پیسو نړېوال صندوق هم د طالبانو حکومت ته مالي مرستې ورکول بند کړي دي.
د خوړو نړیوال پروګرام د ژمي له رارسېدو سره سم په افغانستان کې د غذايي بې امنیتۍ د پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی.
په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام مشرې مري ایلین مک ګرووارتي پر ټویټر په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۳ میلیونه کسانو ته ورځني لازم خواړه نه رسېږي.
د سره صلیب نړيوالې کمیټې مشر پیتر ماوریر هم د نومبر پر ۱۹مه له اسوشيټېډ پرېس خبري اژانس سره په مرکه کې ورته خبرداری ورکړی دی.
ماوریر وویل چې په افغانستان کې د بشري بحران نښې پر راڅرګندېدو دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډیبرا لاینز هم د نومبر پر ۱۸مه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته وویل چې افغانستان له بشري ناورین سره مخامخ دی.
د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو و فرهنګ وزارت مرستیال او ویاند ذبیحالله مجاهد مشال راډیو ته وویل، "موږ ژمنه کوو، هغه هوډ چې موږ کړی، عملي به یې کړو، خو له موږ سره باید همکاري وشي."
د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې ډېره هڅه پیل کړې چې د نړیوالې ټولنې باور خپل کړي، خو که څه هم د دوی په خبره، اړیکې یې له نړۍ سره مخ په ښه کېدو دي، مګر لا یې هم حکومت هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.