په۲۰۲۱ز کال کې قبايلي اصلاحات څومره عملي شوي دي؟

په ۲۰۱۸ز کال کې فاټا په خېبر پښتونخوا صوبه ورګډه کړل شوه. انځور - ارشیف

د قبايلي سيمو ولس ځينې منتخب پارلېماني غړي او مدني فعالان وايي، د پخوانۍ فاټا په خیبر پښتونخوا کې له ورګډېدو درې نيم کاله پوره کېدو باوجود د دغه سیمې نظامي ډانچه لاهم د نور پاکستان غوندې بنسټیز جوړښتونه (انفراسټرکچر) نه لري.

د پاکستان حکومت د ۲۰۱۸ز کال د مې پر ۳۰مه نېټه د پاکستان په ايين کې تر ۲۵م بدلون وروسته فاټا په خیبر پښتونخوا صوبه ورګډه کړه.

د باجوړ عنايت سلارزی وايي، په هرې قبايلي ضلعې کې پوليس تاڼې کمې دي، په روغتونونه کې اسانتياوې د نشت برابرې دي، د نجونو لپاره ډګري کالجونه جوړ نه کړې شول، په ټولو قبايلي ضلعو کې د ميډيکل کالجونو او پوهنتونونو د څانګو پرانيستو چې له دوی سره کومه ژمنه شوې وه هغه نه ده پوره شوې، تر دې چې په تېرو درې نيمو کلو کې په قبايلي ضلعو کې يو پوهنتون هم نه دی جوړ کړل شوی.

د انضمام پر وخت حکومت ويلي و چې په قبايلي سيمو کې به پرمختګ راولي او دغو سيمو ته به د پاکستان له قامي مالياتي کميسيون (اېن اېف سي اېوارډ) له پيسو څخه درې فيصده برخه هم ورکوي.

د حکومت په وينا پر دغو سيمو به د ۱۰ کلونو لپاره هر کال ۱۰۰ اربه روپۍ لګوي خو د قبايلو په وينا دغه ژمنه لاهم نه ده عملي کړل شوي.

تحريک انصاف ګوند له دوی سره د پرمختیايي کارونو ژمنه کړې وه خو پوره یې نه کړه.
نثار مومند

نثار مومند چې د عوامي نیشنل ګوند له مومند ضلعې څخه د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ غړی دی، يو له هغو مشرانو دی چې پخپله او ګوند يې قبايلي ضلعې د خيبر پښتونخوا برخه جوړولو لپاره هلې ځلې کولی.

مشال راډیو ته نوموړی وايي، په ۲۰۱۷ز او ۲۰۱۸ز کال کې چې دوی فاټا د خيبر پښتونخوا برخه جوړولو لړ کې مظاهرې، لاريونونه او احتجاجونه کول نو مسلم ليګ (ن) او پيپلز پارټۍ په ګډون د پاکستان تحريک انصاف غړي به هم ورسره موجود وو او د دوی غوښتنو حمايت به يې کولو.

نثار مومند زیاتوي، تحريک انصاف ګوند په واک کې راتلو وروسته له دوی سره ژمنه کړې وه چې په قبايلي ضلعو کې صحت او تعليم تر څنګ پرمختيايي کارونو ته به خصوصي توجو ورکوي خو وفاقي او صوبايي حکومتونو په تېرو درې نيمو او خصوصا په ۲۰۲۱ز کال کې يې په سيمو کې يوه هم لويه پروژه پیل نه کړه.

پخواني وزيراعظم نواز شريف په ۲۰۱۵ز کال کې په فاټا کې اصلاحاتو لپاره د سرتاج عزيز په مشرۍ پينځه کسيزه کمېټي جوړه کړه او کمېټۍ په خپل تفصيلي راپور کې د قبايلي سيمو په تدريجي توګه په خیبر پښتونخوا کې د ګډولو او د اېف سي ار قانون پرځای د رواج اېکټ نافذولو ترڅنګ يوشمېر نور انتظامي او اييني اصلاحاتو وړاندیزونه کړي وو چې د ۲۰۱۷ز کال په مارچ مياشت کې د نواز شريف په مشرۍ وفاقي کابينې یې منظوري ورکړې وه.

جمعیت علمای اسلام (ف) او پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د فاټا په خیبر پښتونخوا د ورګډولو مخالفت په کولو سره دريځ لرلو چې تر ګډېدو مخکې دې د فاټا له ولسه ټولپوښتنه وشي.

د جمعیت علمای اسلام ف ډلې پارلېماني استازی مفتي عبد الشکور وايي، قبايلي ضلعې د خيبر پښتونخوا برخه صرف په درېیو ځايونو کې جوړه شوې یو په کتاب کې، دویم پخوانيو ايجنسيو ته ضلعې ویل او درېیم پوليټکل ايجنټ ته مرستيال کمشنر ويل، له دې پرته یې په سيمو کې هېڅ کارونه نه دي شوي.

حکومت د کال ۱۰۰ اربه روپو ژمنه پوره نه کړه.
مفتي شکور

ده وویل، "حکومت دې يوه داسې لويه پروژه وښيي چې په ۲۰۲۱ز کال کې يې پیل کړي وي او يا يې پوره کړي وي. د انضمام پر وخت له موږ سره هر کال د ۱۰۰ اربه روپو د راکولو ژمنه کړې وه چې تر دا دمه ۳۵۰ اربه روپۍ جوړېږي نو حکومت دې ووايي چې په تېرو درې نيمو کلونو کې يې د دوی په ضلعو کې ياد کړل شوې رقم خرچ کړی دی؟"

پاکستان حکومت د ۲۰۲۱-۲۲ مالي کال په بجټ کې د قبايلي ضلعو د ترقۍ لپاره ۵۴ اربه روپۍ جلا کړې چې پکې ۳۰ اربه د ۱۰ کلن ترقیاتي کار لپاره دي.

حکومت د ۲۰۱۹-۲۰ کال په بجټ کې قبايلي ضلعو لپاره ۸۳ اربه روپۍ اعلان کړې وي خو د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازي، میرکلام وزیر په دې وروستيو کې مشال راډيو ته ويلي ول چې حکومت په ياد رقم کې يوازې ۴۲ اربه روپۍ جاري کړې وي او له هغې یې هم یوازې ۲۵ اربه روپۍ لګولې وي.

عمران خان په اورکزو کې غونډې ته وينا کوي، د ۲۰۱۹ز د اپرېل ۱۹مه.

قبایلي ضلعې د خيبر پښتونخوا برخه جوړولو وروسته وزيراعظم عمران خان د يادو سيمو د بيا بحالۍ او انضمام د عملي کولو لپاره د ۲۰۱۸ز کال په سېپټېمبر مياشت کې يوه کمېټي جوړه کړه.

مشال راډيو چې د دغه حکومتي کمیټۍ غړي او د حکمران ګوند پاکستان تحريک انصاف له خیبر ضلعې منتخب پارلېماني استازي اقبال اپرېدی څخه پوښتنه وکړو چې د تېرو کلونو په ګډون په ۲۰۲۱ز کال کې هم ولې د قبايلي ضلعو لپاره ۱۰۰ اربه روپۍ جاري نه کړې نو نوموړی وايي چې د بلوچستان او سيند حکومتونه په اېن اېف سي ايوارډ کې د هغو سيمو برخه نه مني نو ځکه یې دغه پیسې نه دي جاري کړي.

حکومت یې په قبايلي ضلعو کې تر نورو حکومتونو زیات کارونه کړي
اقبال اپرېدی

په قبايلي ضلعو کې د پرمختيايي کارونو په اړه اقبال اپرېدی وايي، "دا ويل چې حکومت هېڅ کارونه نه دي کړي نو سمه خبره نه ده، زموږ حکومت په قبايلي ضلعو کې د صحت مرکزونو او روغتونونو ترڅنګ د نجونو او هلکانو سکولونه، کالجونه، سړکونه، د پاکو اوبو سکيمونه، تاڼې او عدالتونه جوړ کړي دي. دا تمه لرل چې حکومت به په کال کې دننه دننه قبايلي ضلعو کې هر څه صحيح کړي نو دا ممکنه نه ده دا هر څه به لږ وخت اخلي خو زه دا په ‌ذمه وارۍ سره وايم چې څومره کار زموږ د ګوند په حکومت کې شوې دومره کار بل هېڅ يو حکومت نه دی کړی."

خو د قبايلي چارو پوه ډاکټر اشرف علي بيا وايي، حکومت اصلاحات خو وکړل خو له بده مرغه هغه شان عمل يې پرې ونه کړو کوم چې پکار وو او اندازه يې په بجټونو کې د قبايلي ضلعو لپاره بيل کړل شوي رقم نه لګېدای شي. "د انضمام پر وخت د قبايلي ضلعو له ولس سره چې کومې ژمنه شوې وې نو حکومت د هغو په پوره کولو کې پاتې راغلی او د هغې ځينې وجوهات دي، نه خو له حکومت سره هومره پیسې شته او نه دومره صلاحيت لري چې صوبې دې ته راضي کړي چې تر اېن اېف سي ايوارډ لاندې قبايلي ضلعو ته تر کال ۱۰۰ اربه نه زياتې روپۍ ورکړي او بيا حکومت دغه ټولې پیسې په صحيح ځای کې ولګوي."

د قبایلي سیمو نقشه

په خيبر پښتونخوا کې له ورګډېدو وړاندې په قبايلي سيمو کې به د پاکستان قامي اسمبلۍ لپاره انتخابات کېدل خو د ۲۰۱۹ز کال د جولای پر ۲۰مه په لومړي ځل د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ لپاره د قبايلي سيمو پر ۱۶ څوکيو هم انتخابات وشول چې پکې په باجوړ او خیبر ضلعو کې په درېوو درېوو، په مومندو، کرمې، شمالي او جنوبي وزيرستان ضلعو کې په دوو دوو او په اورکزیو او نيمه قبايلي سيمو کې په یوه یوه څوکۍ ټاکنې وشوې.

د انضمام په نتيجه کې له قبايلي سيمو د فرنټيېر کرايمز رېګولېشن (اېف سي ار) په نامه د انګرېزانو د واکمنۍ د دور څه باندې يوه پېړۍ زوړ قانون هم ختم کړل شو.

د ۲۰۱۹ز کال په جنورۍ کې د پاکستان قامي اسمبلۍ او په اپرېل کې سېنېټ د سپريم کورټ او پېښور های کورټ واک تر قبايلي سيمو غځولو بل په اکثريت سره منظور کړو چې ورسره يه يادو سيمو کې د پاکستان عدالتي او پوليس نظام پلی شو.

صوبايي حکومت د پېښور های کورټ په حکم عدالتي ودانۍ جوړوي
اعجاز مومند

دا چې په قبايلي ضلعو کې عدالتي نظام تر کوم حده فعاله دی؟ او په ۲۰۲۱ز کال کې په يادو ضلعو کې څومره عدالتي ودانۍ جوړې کړل شوې دي؟ د فاټا لاير فورم پخوانی مشر او وکيل اعجاز مومند وايي چې د پېښور های کورټ حکم وروسته حکومت په روان ۲۰۲۱ز کال کې په زياتره قبايلي ضلعو کې نوې عدالتي ودانۍ جوړې کړي او پر ځينو لاهم کار روان دی.

خو اقبال اپرېدی وايي دا ويل چې عدالتي ودانۍ د های کورټ په حکم جوړېږي نو سمه خبره نه ده، د عدالتي حکم وروسته د يادو ودانيو په جوړولو يې کار تېز کړی دی، حکومت خو يې په دې ودانيو په ۲۰۱۹ز کال کې کار پيل کړی وو.

قبايلي سيمه چې تر انضمام وړاندې به ورته ايجنسۍ ويل کېدې، په اوو ضلعو او شپږ نيمه قبايلي سيمو مشتملې دي. په ۲۰۱۷ز کال کې کړې سرشمېرنه کې د يادو ضلعو ابادي تر ۵۰ لکو زياته ښودل شوې وه چې په هغه وخت کې د قبايلي ضلعو له پارلېماني استازو سره سره عام ولس هم رد کړې وه او وينا يې وه چې ابادي يې تر یو کروړ زياته ده.