سياسي مشران: د پاکستان حکومت بشري حقونه له پامه غورځولي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پاکستان يوشمېر سياسي مشرانو او مدني فعالانو له حکومته غوښتنه کړې چې په زوره د لادرکه کړل شويو کسانو د موندلو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي. د ډېسېمبر پر ۱۰مه د بشري حقونو نړيوالې ورځې په مناسبت په اسلام اباد کې د غونډې ګډونوالو وويل چې حکومت د بشري حقونو د سرغړونې مسله له پامه غورځولې ده، خو د بشري حقونو وزيرې شيرين مزاري ويلي چې حکومت بشري حقونو ته ځانګړې پاملرنه کوي او په دې لړ کې يې ګامونه پورته کړي دي. نور حال له اسلام اباده د مشال راډيو خبريال ګوهر مسيد په ويډيويي راپور کې راکوي.