د خیبر پښتونخوا د درو روغتونونو چارواکي وايي، د نمونیا له وجې ۳۵ ماشومان مړه شوي او پر دې سربېره سلګونه نور ماشومان همدا مهال په نمونیا اخته دي.
د پېښور د ليډي ریډنګ روغتون ویاند محمد عاصم د ډېسېمبر پر ۱۸مه مشال راډیو ته وویل:"دا مهال موږ سره ۴۰۰ ماشومان داخل دي چې په نمونیا اخته دي خو په تېر یو شواروز کې زموږ ایمرجنسي څانګې ته له ۱۵۰۰ زیات ماشومان د درملنې لپاره راوړل شوي دي."
نوموړی وايي، اوس مهال له ټولې صوبې څخه پر نمونیا اخته شوي ماشومان لیډي ریډنګ روغتون ته د درملنې لپاره وروړل کېږي. هغه وايي، د دومره ډېر شمېر ماشومانو د داخلولو لپاره له هغوی سره بندوبست نه شته.
هغه وايي، دا مهال په یو یو چپرکټ درې درې ناروغه ماشومان د علاج لپاره پراته دي. د نوموړي په وینا د یوې اندازې له مخې نن سبا د پېښور په درو لویو روغتونونو کې هره ورځ په اوسط ډول درې ماشومان د نمونیا له وجې مړه کېږي.
دا هم وګورئ: د خوړو نړیوال پروګرام وايي ۹۸سلنه افغانان کافي خواړه نه لري
د حیات اباد میډیکل کمپلېکس ویاندې فصیحه حسن د ډېسېمبر پر ۱۸مه مشال راډیو ته په یو استول شوي پيغام کې وویل، په تېر یو شواروز کې هغوی ته په نمونیا ککړ ۱۸ ماشومان وروړل شوي چې یو پکې مړ شوی هم دی.
د خیبر ټیچنګ ( شېرپاو هسپتال ) روغتون ویاند محمد سجاد د ډېسېمبر پر ۱۸مه مشال راډیو ته وویل: "په تېرو ۱۰ ورځو کې موږ ته په نمونیا اخته شوي ۲۶۰ ماشومان راوړل شوي چې ۲۴ ترې مړه شوي دي. موږ سره په نمونیا ککړو ماشومانو د علاج لپاره ۵۰ چپرکټونه دي او دا مهال ۲۵ ماشومان داخل دي."
نوموړی وايي، هغوی په نمونیا ککړو ماشومانو درملنې ته ژمن دي او د ځینو ډاکټرانو رخصتۍ یې ختمې کړي او په بیړني حالت کې یې د ماشومانو د علاج لپاره ترتیبات نیولي دي.
بل پلو د ليډي ریډنګ او خیبر ټیچنګ روغتون دوو ډاکټرانو د خپلو نومونو د پټ ساتلو پر شرط د ډېسېمبر پر ۱۸مه مشال راډیو ته وویل، پر نمونیا د اخته ماشومانو شمېرې ته په کتو، هغوی ګڼې چې دا مهال دې بیمارۍ په صوبه کې وبايي بڼه خپله کړې ده خو په صوبايي محکمه صحت کې د وبايي ناروغیو د څانګې ځانګړي سکرتر ډاکټر فاروق جمیل د ډېسېمبر پر ۱۸مه مشال راډیو ته په یو استول شوي غږېز پیغام کې دا خبره رد کړه.
هغه وویل:"هرکال له نومبره ترمارچه پورې دبرونکایټس ناروغۍ کچه لوړېږي. دا ناروغان په عمومي توګه د اکسیجن له کمبوت سره مخامخ وي او په روغتون کې داخلېدو ته اړتیا لري. پخوا به په یوه کټ کې دوه یا درې ناروغان داخل وو خو اوس د یوې بسترې او یو ناروغ د قانون لاندې په هر کټ یو ناروغ داخلېږي نو ځکه بیروبار جوړ شوی. نو دا وبا نه ده خو د نمونیا د ناروغانو شمېره زیاته شوې ده."
نوموړی زیاتوي چې هغوی په صوابۍ، مردان او ملاکنډ کې هم هسپتالونو ته سپارښتنه کړې ده چې دا ډول ناروغانو ته دې د اکسیجن بندوبست وکړي.
همدا رنګه د خیبر پښتونخوا د روغتیا د ادارې ډایرکټر ډاکټر نیاز محمد خان هم د ډېسېمبر پر ۱۸مه مشال راډیو ته وویل چې په هسپتالونو کې په نمونیا د اخته بیمارانو شمېرې زیاتېدو ته هغوی وبايي صورتحال نه شي ویلي ځکه چې هرکال د کال په دې ورځو کې د دا ډول ناروغانو شمېره زیاتېږي. نوموړي وویل بیا هم د وضعیت د معلومولو لپاره د پېښور روغتونونو ته ټیمونه استوي چې سهي صورتحال معلوم کړي.
یو شمېر ډاکټرانو د مشال راډیو له لارې پر کورنیو هم غږ وکړ چې د خپلو ماشومانو د نمونیا نه د بچ ساتلو لپاره دې هڅه وکړي چې په دې یخ موسم کې هغوی ته ترش او ساړه خوراکونه ورنه کړي او د یخنۍ نه د بچ پاتې کېدو لپاره دې ورته د ګرمو جامو بندوبست هم وکړي.