په خیبر پښتونخوا کې د سیکانو ځیني مشران وايي چې د هغوی د ودونو په اړه د قانون د نشتوالي له کبله یې ټولنیز ژوند اغېزمن شوی او د یوشمېر مهمو سرکاري اسنادو له ترلاسه کولو څخه بې برخې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا په کورمه، اورکزیو، خیبر، بونېر او سوات کې له مودو راهیسې د سیک مذهب د منونکو په زرګونو کورنۍ ژوند تېروي.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ یو غړي سردار رنجیت سینګ د ډېسېمبر پر ۳۱مه مشال راډیو ته وویل، په پاکستان کې د سیکانو د ودونو په اړه د پنجاب اسمبلۍ قانون سازي کړې ده خو د سیکانو مشران پرې ځينې نیوکې لري نو په سمه توګه عملي شوې نه ده. "موږ ته د واده په اړه قانون سازي په کار ده. تر کومه چې دا نه وي شوې نو موږ نور حکومتي اسناد هم نه شو تر لاسه کولی. فی الحال خو موږ خپل ودونه د ګوردوارې په سند رسمي کوو. دویمه غټه ستونزه دا ده چې موږ ته د خپل مذهبي علامت کرپان د ګرځولو اجازه نشته. څه موده وړاندی عدالت امر کړی وو چې باید موږه یې د ګرځولو اجازتنامې یا لایسنس تر لاسه کړو خو پر هغې هم زموږ ځیني اعتراضونه دي."
په کورمه، اورکزیو، خیبر او بونېر کې د پوځي عملیاتو او مذهبي سختدریځۍ له کبله د سیکانو ګڼې کورنۍ بېکوره شوې او په تېرو کلونو کې پر سیکانو بریدونه هم شوي دي.
د اقلیتونو د چارو په اړه د خیبر پښتونخوا د وزیراعلا سلاکار وزیرزاده کیلاش وايي، حکومت د اقلیتونو د تحفظ لپاره سنجیده ګامونه اخلي او د هغوی د ودونو قانوني کولو لپاره یې د یو قانون پر مسوده هم کار روان کړی دی.
نوموړی وايي چې دا مهال یې په پېښور کې د سیکانو د ټولنې مشرانو ته کار حواله کړی دی، هغوی پر مسودې کار کوي، چې کله پرې ټول متفق شي نو بیا له اسمبلۍ یا کابینې څخه منظورول "ستونزه نه ده."
هغه وايي، د کرپان په اړه هم په "ورځ دوه کې د اوقافو سېکرټر ته لیک" استوي او هیله من دی چې پر دې اړه به هم پرمختګ وشي.
د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې شاوخوا ۵۵،۰۰۰ سیکان ژوند کوي خو له هغوی څخه یوشمېر کورنۍ د ناکرارۍ او ترهګرۍ له کبله د پنجاب حسن ابدال او د خیبر پښتونخوا ښاري سیمو ته په کډه مجبوره شوي دي.
بل پلو حکومت ادعا کوي چې د سیکانو په ګډون، د ټولو اقلیتونو د ستونزو د هواري او ورته په تعلیمي ادارو او روزګارونو کې د برخې ورکولو لپاره یې د کال ۲۰۲۱ز مالي کال په بودیجه کې یو ارب او ۴۵ کروړه روپۍ ایښې دي.