پاکستان کې د تيلو نرخونه بيا پورته شول

د پاکستان وفاقي حکومت یو ځل بیا د تیلو په قیمتونو کې د لیټر پر سر د څلورو روپو اضافه کړې ده.

د خزانې وزارت پرون (د ډېسېمبر پر ۳۱مه) په دغه اړه په یو بیان کې وویل چې د پیټرولیم او هايي سپیډ ډیزلو په قیمتونو کې د څلورو روپو د اضافې فیصله به سر له ننه (جنورۍ ۱) عملي کیږي.

په بیان کې راغلي دي چې وزیراعظم عمران خان په دغه اړه په یوه غونډه کې د تیلو او ګیسو د انتظام ادارې (اوګرا) دا تجویز مسترد کړی چې د پټرولیم مصنوعاتو نرخونه دې لوړ کړل شي او د دغه پر ځای، د لیټر پر سر د څلورو روپو د اضافې پرېکړه وشوه. د خزانې وزارت په وینا دا هر څه د پیسو د نړیوال صندوق (ای اېم اېف) سره د مالي ژمنو پوره کولو لپاره کوي.

دا هم وګورئ: شوکت ترین: له ټېکسونو زیاتولو پرته مو بله لاره نه لرله

له حکومتي پرېکړې وروسته د یو لیټر پر سر د پټرولیم قیمت ۱۴۴ اعشاريه ۸۲ او د هايي سپیډ ډیزلو قیمت ۱۴۱ اعشاريه ۶۲ روپیو ته پورته شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې ولس له وړاندې د توکیو له لوړو بیو سر ټکوي او د حکومت مخالفو سیاسي ګوندونو لخوا وخت په وخت د ګرانۍ پر ضد احتجاجي مظاهرې هم شوې دي.

د پاکستان د مالیې وفاقي وزیر شوکت ترین د ډېسېمبر پر ۳۰مه په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل، د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف) څخه د پور د دوام لپاره اړینه وه چې پر ګاډو، موبایل ټېلېفونونو، کمپیوټرونو او ځینو نورو شیانو مالیې ولګوي او یا ورباندې ټېکسونه زیات کړي.

دا هم وګورئ: عمران خان: د ګرانۍ کمولو لپاره ګامونه اخلم

اقتصادي شنونکي وايي، چې کله هم په ملک کې تېل ګران شي او یا هم حکومت اضافي ټېکسونه ولګوي نو د ورځني ژوند د استعمال توکي ورسره ګرانېږي او پر ولس یې فشار زیاتېږي.

په ملک کې د ګرانۍ خلاف عامو خلکو او سیاسي ګوندونو وخت پر وخت مظاهرې هم کړې دي او د عمران خان په مشرۍ کې يې پر واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف نیوکې کړې او وايي، په پاکستان کې پخوا دومره ګراني چا نه وه لیدلې.

خو وزیراعظم عمران خان، د ډېسېمبر پر ۱۱مه د پنجاب په میانوالي کې جلسې ته ویلي وو، په پاکستان کې اوس هم د نړۍ د نورو هېوادونو پرتله ګراني کمه ده. نوموړي هغه مهال دا هم ویلي وو چې حکومت د ګرانۍ قابو کولو لپاره اقدامات پیل کړي دي او ډېر ژر به د شیانو نرخونه کم شي.