مولانا فضل الرحمان: د پي ډي اېم ګوندونه حکومت ضد لاریون ته سنجیده دي

مولانا فضل الرحمان وايي، پي ډي اېم به د ګرانۍ خلاف لانګ مارچ کوي - انځور له ارشیفه

د پاکستان جمهوري‌ تحریک (پي ډي اېم) مشر مولانا فضل الرحمان وايي، په غورځنګ کې شاملو ټولو ګوندونو په دې کې سنجیدګي ښودلې ده چې د حکومت پرضد اسلام اباد ته لاریون وکړي.

مولانا فضل الرحمان دا څرګندونې د جنورۍ پر دویمه په پېښور کې د پاکستان جمهوري تحریک د خیبر پښتونخوا تر صوبايي غونډې وروسته یو خبري کنفرانس ته کړې دي.

نوموړ‌ي وویل چې ټول ګوندونه په دې کې سنجیده دي چې د ۲۰۲۲ز کال د مارچ پر ۲۳مه د حکومت خلاف اسلام اباد ته لانګ مارچ یا لاریون وکړي.

د دې غونډې هدف د پاکستان جمهوري تحریک له خوا د "ګرانۍ مارچ" په نامه د اعلان شوي احتجاج لپاره د تیاریو جاج اخیستل وو.

پاکستان جمهوري تحریک دا اعلان له وړاندې لا کړی دی چې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف حکومت ړنګولو لپاره به اسلام ته لاریون کوي.

مولانا فضل الرحمان تر دې وړاندې داسې لاریون د خپل ګوند جمعیت علمای اسلام له خوا هم ترسره کړی وو خو د حکومت ړنګولو هدف یې نه وو ترلاسه کړی.

د تحریک انصاف وفاقي حکومت وايي، د دوی مخالف ګوندونه یوازې د دې لپاره احتجاج کوي چې د دوی په وینا، خپلې درغلۍ پټې وساتي.

د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید ویلي ول چې که پاکستان جمهوري تحریک اسلام اباد ته لاریون وکړي نو یوازې به "ځان ستړی" کړي. د ده په وینا، حکومت به خامخا خپله اییني دوره پوره کوي کومه چې په ۲۰۲۳ز کال کې پای ته رسي.

خو مولانا فضل الرحمان د جنورۍ پر دویمه په پېښور کې خبریالانو ته وویل، "په بلدیاتي انتخاباتو کې د ټاکنو نتیجې ښيي چې ولس نور د اوسني حکومت منلو ته تیار نه دی او په دې انتخاباتو کې ادارې بې طرفه ښکاره شوې."

خو د پاکستان وزيراعظم عمران خان د خیبر پښتونخوا په بلدیاتي ټاکنو کې د خپل ګوند پاکستان تحريک انصاف له خوا د ډېرو چوکیو نه ګټلو لامل خپلې تېروتنې یادې کړې وې.

هغه ویلي ول چې ګوند یې په خيبر پښتونخوا کې د بلدياتي انتخاباتو په لومړي پړاو کې تېروتنې وکړې او د هغه تاوان يې وليد. وزیراعظم د ډېسېمبر ۲۱مه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي وو چې د ناسمو نوماندانو انتخاب د دې بنسټيز لامل وو.

عمران خان زیاته کړې وه چې د خيبر پښتونخوا د بلدياتي انتخاباتو د دویم پړاو په ګډون به په ټول هېواد کې د پاکستان تحريک انصاف له خوا د بلدياتي انتخاباتو د ستراتیژۍ څارنه خپله کوي.

خو مولانا فضل الرحمان وايي، په خیبر پښتونخوا کې د ډېسمبر پر ۱۹مه په بلدیاتي انتخاباتو کې د ادارو له خوا د ۲۰۱۸ز کال د عامو انتخاباتو په څېر لاسوهنه نه ده شوې.

د تحریک انصاف مشران وايي، مولانا فضل الرحمان چې په کومو انتخاباتو کې ناکامه شي هغه له درغلیو ډک بولي او په کومو کې چې چوک‍ۍ وګټي هغه پاک بولي.

د خیبر پښتونخوا په ۱۷ ضلعو کې د ډېسمبر پر ۱۹مه بلدیاتي ټاکنې شوې وې چې جمعیت علمای اسلام پکې تر واکمن تحریک انصاف زیاتې چوکۍ‍ ګټلې وې.