د پاکستان تحریک انصاف ضد د بهرنيو چندو مقدمه ولې مهمه ده؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د مشال تر رڼا لاندې بحث کې مو دا ځل د پاکستان انتخاباتي کمېشن له خوا د واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف پرضد د بهرنیو چندو (فارن فنډنګ) مقدمې موضوع څېړلې ده. د دې قضيې په اړه جوړې تحقیقاتي کمېټۍ د درو کلونو او نهو مياشتو تر پلټنو وروسته خپل راپور انتخاباتي کمېشن ته وړاندې کړ، خو کمېشن د جنورۍ پر څلورمه د پاکستان تحريک انصاف پر غوښتنه د پرېکړې اورول د ۱۵ ورځو لپاره وځنډول. په خپرونه کې په اسلام اباد کې خبريال زاهد مشواڼی او د مشال راډيو مدير داود خټک مېلمانه دي. خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.