د هند لخوا له افغانستان سره د بشري مرستو په لړ کې نن (جنورۍ اوومه) د طبي مرستو درېيمه جوپه کابل ته ورسېده.
د طالبانو ویاند او د دوی د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست معين ذبیح الله مجاهد نن (جنورۍ اوومه) پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي چې "د هندوستان هېواد لخوا له افغانستان سره د مرستو په لړ کې نن سهار شپږ ټنه درمل کابل ته راورسېدل."
د هندوستان هېواد لخوا له افغانستان سره د مرستو په لړ کې نن سهار شپږ ټنه درمل کابل ته راورسیدل.څو ورځې وړاندې هم هندوستان افغانستان ته پنځه لکه ډوزه د کرونا واکسین او ګڼه نوره مرسته را واستوله. اسلامي امارت د هند هېواد له بشردوستانه مرستو او همکارۍ څخه د زړه له تله مننه کوي. pic.twitter.com/cCQiS2csMr
— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) January 7, 2022
نوموړې زياته کړې چې تر دې څو ورځې وړاندې (د جنورۍ پر اوله) هم هند له افغانستان سره د کورونا واکسين پينځه لکه خوراکه مرسته وکړه. مجاهد زياته کړه چې د دوی حکومت د هند له "بشردوستانه مرستو او همکارۍ" څخه د زړه له تله مننه کوي.
بلخوا د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند اريندام باګچي د جنورۍ پر اوومه سهار پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي ول چې هند له افغان ولس سره د روانو بشري مرستو په لړ کې نن افغانستان ته دوه ټنه طبي درمل ولېږدول.
As part of our ongoing humanitarian assistance to the Afghan people, India supplied the third batch of medical assistance consisting of two tons of essential life saving medicines to Afghanistan today.Press Release ➡️ https://t.co/gMN5gHatZR pic.twitter.com/HiXhLZc2Tr
— Arindam Bagchi (@MEAIndia) January 7, 2022
د نوموړي په وينا دا د طالبانو د حکومت پر مهال افغانستان ته د هند د بشري طبي مرستو درېيمه جوپه ده.
باګچي زياتوي چې تر دې وړاندې هم د ورته طبي مرستو جوپې په کابل کې اندرا ګاندي روغتون ته رسول شوي دي. نوموړی زياتوي، هند به په راتلونکو اوونيو کې هم افغانستان ته نورې طبي او خوراکي مرستې لېږدول جاري ساتي.
هند په داسې حال کې افغانستان ته خپلې مرستې رسولي چې یوشمېر نړیوالو ادارو په ژمي کې په افغانستان کې د بشري ناورین خبرداری ورکړی دی.
ملګري ملتونه وايي، اوسمهال د افغانستان شاوخوا ۲۴ مېلیونه اوسېدونکي یعنې څه باندې نیمايي نفوس پوره خوړو ته لاسرسی نه لري.
په افغانستان کې اقتصادي ستونزې پر داسې مهال زیاتې شوې دي چې د ۲۰۲۱ز کال د اګست په نیمايي کې طالبان پر هېواد واکمن شول او درې اوونۍ وروسته یې خپل لنډمهالی حکومت اعلان کړ چې لا هم نړیوالې ټولنې په رسمیت نه دی پېژندلی، خو بيا هم د ملګرو ملتونو په ګډون پاکستان، هند او ځينو نورو هېوادونو له افغانستان سره طبي او خوراکي مرستې کړې دي.