د خیبر پښتونخوا د کواټ په دره ادم خيل تحصيل کې مرستندويه ډلو د سکرو د کان درې کان کېندونکي له ۲۰ ساعتونو وروسته ژوندي را ایستلي دي.
دا له هغه وروسته ده چې د مرستندويه ډلې وياند ياسر خان مشال راډيو ته په يو ليکلي پېغام کې ويلي چې د جنورۍ پر اتمه په کنډولي نومې سيمه کې څلور کان کيندونکي په درنګ کې د ګېس جمع کيدو له وجې ګیر شوي وو.
د دې رپورټ تر خپرېدو د پاتې يو کان کيندونکي را ايستلو لپاره مرستې روانې وې.
د کان کېندونکيو د اتحاديې مشر علي باش خان وايي چې څلور واړه کان کېندونکي د خیبر پښتونخوا د شانګلې اوسېدونکي دي.
د ده په وینا، د دې کان کېدونکو لپاره هغسې اسانتیاوې نشته لکه څنګه چې په کار دي.
د اسرار په نامه يو کان کېندونکي مشال راډیو ته وویل چې دوی د ګیر شویو کان کېدونکو را اېستلو لپاره په خپل سر هلې ځلې کوي او د ده په وینا، د حکومتي ادارو مرسته د نه برابر ده.
خو د دره ادم خيل تحصيل مرستيال کمشنر يونس خان بېګا مشال راډیو ته وويل چې په درنګ کې بند شوي کان کېندونکيو را ايستلو لپاره مرستندويه ډلې لګيا دي او ډېر ژر به دا کار سر ته ورسوي.