خیبر پښتونخوا کې د کورونا وایرس د نوې اومېکرون بڼې ۵۲ پېښې ثبت شوي

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) وايي، لومړنۍ څېړنې ښيي چې اومېکرون بڼه د پخوانیو هغو پرتله په تېزۍ خپرېږي. انځور- ارشیف

په خیبر پښتونخوا کې د کووېډ-۱۹ وبا د څار او کنټرول اداره وايي، د صوبې په ۱۰ ضلعو کې یې د کورونا وایرس د نوې اومېکرون بڼې ۵۲ پېښې تایید کړې دي.

د ادارې مشر ډاکتر اکرام الله د جنورۍ پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل، اوسمهال د پېښور په ګډون په ۱۰ ضلعو کې په هغو کسانو پسې ګرځي چې په اومېکرون بڼې له اخته شویو سره په رابطه کې پاتې شوي ول.

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) وايي، لومړنۍ څېړنې ښيي چې اومېکرون بڼه د پخوانیو هغو پرتله په تېزۍ خپرېږي.

د کورونا وایرس دا نوې بڼه لومړۍ په جنوبي افریقا کې وموندل شوه. په پاکستان کې د روغتیا ملي مرکز (اېن ای اېچ) د ډېسېمبر په پای کې په هغه هېواد کې د اومېکرون لسګونه پېښې تایید کړې.

هلته د اومېکرون بڼې لومړۍ پېښه په کراچۍ کې ثبت شوې وه چې د پاکستان تر ټولو لوی ښار دی. په همدې حال کې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په پاکستان کې د کورونا وایرس پېښې په زیاتېدو دي.

د وبا په اړه حکومتي ووبپاڼې د جنورۍ پر ۱۴مه ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په پاکستان کې د کورونا وایرس ۳۵۶۷ پېښې ثبت شوې دي چې ورسره په ۲۰۲۰ز کال کې د وبا له پیل راهیسې په هغه هېواد کې د وړجنو کسانو رسمي شمېر تر ۱۳ لکه لوړ شوی دی.

هلته تر اوسه له ناروغۍ څخه ۲۸۹۹۹ کسان مړه شوي خو تر ۱۲ لکه ۶۰۰۰۰ زیات کسان ورڅخه رغېدلي دي.