په دې وروستیو کې، د واکمن ګوند تحریک انصاف د مهمو غړو او مشرانو ترمنځ د یو بل پر ضد داسې بیانونه تبادله شوي چې شنونکي ترې د اختلافاتو الهام اخلي.
د خیبر پښتونخوا د اېن ای ۲۷مې حلقې غړي نور عالم خان د جنورۍ پر ۱۴مه، په قامي اسمبلۍ کې د وینا پر مهال، پر خپل حکومت سخت ټکونه وکړل. نوموړي، پر مرکزي حکومت د نیوکو کولو په ترڅ کې وویل چې د خیبر پښتونخوا مشکلاتو ته څوک پاملرنه نه کوي.
هغه وړاندې وویل:"ایا پېښور د پاکستان برخه نه ده؟ ایا دا د ملک د حدودو نه بهر واقع ده؟ ایا پاکستان کې یواځې څلور ضلعې دي؟ نوښار، صوابۍ، سوات او میاوالي؟ موږ نه بجلي لرو، نه ګیس، نه راته څوک فنډونه راکوي."
نوموړي وړاندې وویل، د ګرانۍ خبره خو پر دې سربېره ده چې ټول بوج یې په غریبو خلکو پرېووځي.
نور عالم خان تر دې وړاندې هم د ګرانۍ د زیاتېدو خلاف بیانونه ورکړي او پر خپل حکومت یې ټکونه کړي دي.
همدا رنګه، د دفاع مرکزي وزیر پروېز خټک او د وزیراعظم عمران خان ترمنځ هم په یوه غونډه کې د سختو خبرو تبادله شوې وه. د پاکستانیو رسنیو د راپورونو په وینا، پروېز خټک هم د نور عالم خان په شان پر عمران خان او د هغه پر حکومت سخت تنقیدونه کړي وو. د دواړو ترمنځ په خیبر پښتونخوا کې د ګیسو د بحران پر سر سختې خبرې تبادله شوې وې.
پروېز خټک وروسته رسنیو ته ویلي وو چې هغوی په خیبر پښتونخوا صوبه کې د ګیسو د رسولو په سر له وزیراعظم سره خبرې کړې دي.
دا هم وګورئ: عمران خان بلدیاتي انتخاباتو کې د خرابې کارکردګۍ پر سر د خپل ګوند تنظیمونه ړنګ کړلپه سینیټ کې د جماعت اسلامي غړی مشتاق احمد خان وايي، د واکمن ګوند د غړو ترمنځ دا ډول اختلافي بیانونه تبادله کېدل ښايي چې د تحریک انصاف حکومت د ناکامۍ سره مخامخ دی.
د سیاسي چارو شنونکي قریش خټک هم مشال راډیو ته وویل، د واکمن ګوند د غړو ترمنځ د داډول بیانونو راکړه ورکړه د هغوی د کمزورۍ غمازي کوي.
خو د واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف یو غړی او په قامي اسمبلۍ کې د خیبر د خلکو استازی اقبال اپریدی بیا وايي، د هغوی د ګوند دننه د بیان د ازادۍ پوره خیال ساتل کېږي او ترمنځ یې هېڅ ډول اختلافات نشته.
تحریک انصاف د ۲۰۱۸م کال په انتخاباتو کې له بري ترلاسه کولو وروسته په مرکز او ځینو صوبو کې حکومتونه جوړ کړي. د مخالفو ګوندونو ایتلاف پي ډي اېم وايي، په هغو ټاکنو کې درغلۍ شوې وې خو تحریک انصاف بیا وايي، هغه ټاکنې رڼې وې.