د جنوبي وزیرستان د سره راغه پرلتوال: په پوځي عملیاتو کې ګرفتار کسان دې پرېښول شي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د جنوبي وزيرستان سره راغه سيمې اوسېدونکي له تېرو دوو ورځو راهيسي پر احتجاج دي. دوی په پوځي عملياتو کې د ګرفتار څلورو کسانو د پرېښودو غوښتنه کوي. احتجاجیان د مکين ټانک سړک د تګ راتګ لپاره تړلي دي. دوي وايي، د جنورۍ پر ۱۸مه تر چاودنې وروسته امنيتي ځواکونو د لټون عملياتو پرمهال بې ګناه کسان نيولي دي.