د میرلي پولیسو مشر عقیق حسېن د جنورۍ پر ۳۱مه مشال راډیو ته وويل چې د نامعلومو کسانو خلاف یې مقدمه درج کړې او د پېښې پلټنې یې پیل کړي دي.
تر اوسه معلومه نه ده چې دا برید چا کړی دي.
په شمالي وزیرستان کې په روان کال کې دا دویم هدفي برید دی. تر دې وړاندې د جنورۍ پر ۲۷مه د شمالي وزيرستان په میرلي عیدک سيمه کې نامعلومه وسله والو د روغتيا څانګې یو کارکوونکی شاه نياز په ډزو وژلی وو او تر برید وروسته تښتېدلي ول.
دا په شمالي وزیرستان کې په روان ۲۰۲۲ز کال کې دويم هدفي بريد دی. هلته تېر کال ۶۳ هدفي بریدونه شوي ول چې زياتره يې په میرلي کی رپورټ شوي ول.
دا هم وګورئ: شمالي وزیرستان کې پوځي چارواکو او ولسي خلکو پر امنیت جرګه کړې
بلخوا وسله والو طالبانو دعوه کړې چی پرون (د جنورۍ ۳۱ مه) یې د میرلي ډویژن سپین وام بوبلي کې پر پوځ برید کړی چی پکې يې پينځه سرتیري وژلي دي. خو امنیتي چارواکو لا هم په دې اړه څه نه دي ویلي.
خو په سپین وام کی ځايي خلکو مشال راډیو ته وویل چې په یاده سیمه کې د امنیتي سرتیرو لخوا تر ډېر وخت پورې ډزې روانې وې خو د مرګ ژوبلی په اړه د ازادو سرچینو لخوا تایید نه دی شوی.
په شمالي وزيرستان کې په ۲۰۱۴ز کال کې د پاکستان پوځ عمليات وکړل او وروسته يې سيمه له وسله والو پاکه اعلان کړه خو له تيرو دريو کلونو راهيسې هلته هدفي وژنې پیل شوې چې تر نن پورې دوام لري. په نښه شوي زیاتره ولسي وګړي دي او کله هم چا د دوی د وژلو ذمه واري نه ده منلې.
دا هم وګورئ: میرعلي پرلتوال: پوځ دې د عامو خلکو له ځورولو لاس واخليځايي خلک وايي چې وسله وال بيا منظم شوي دي. دوی په سيمه کې د هدفي وژنو او ناامنۍ پرضد په وار وار مظاهرې، پرلتونه او احتجاجي جلسې هم کړې دي، خو حکومت وايي چې هلته يې د وسله والو پرضد ځانګړي عمليات پیل کړي دي.