د خيبرپښتونخوا په کورمه کې د سرسُرنګ او حقدرې منګلو له بغدې خلکو سره تر جګړې پېلېدو وروسته ورک شوی شپونکی او د هغه زوی خپل کور ته روغ رمټ رسېدلي دي.
يو ځايې اوسېدونکي نور سعيد نن (د فېبرورۍ پر لومړۍ نېټه) مشال راډيو ته وويل چې پرون د جګړې له وېرې شپونکی عيسا خان او د هغه زوی په ځنګله کې پټ شوي ول چې له ډزبندۍ وروسته نن سهار خپل کور ته ستانه شوي دي.
د منګلو د یوې کمېټۍ مشر ملک منور خان منګل له حکومته غوښتي چې نه يوازې جګړه دې ودروي، بلکې د جګړې عاملین دې ونيسي.
"د جګړې پر وخت چې کوم کسان وژل شوي او ژوبل شوي دي، نو د هغوي ازاله دي وشي او هغو کسانو ته دې سزا ورکړل شي، چی سرغړونه يې کړې ده."
دا هم وګورئ: کورمه: د دوو قبیلو ترمنځ د ځنګل شخړې هواري لپاره جرګه شوېبلخوا د انجمن حسینیه مشر عنایت علي توري نن مشال راډیو ته وویل چې جګړه درول شوې او د دې د وجوهاتو معلومولو لپاره د مشرانو یوه لویه جرګه رابلل شوې ده.
د کورمې پولیس وايي، پرون ماسپښین د سرسُرنګ او حقدرې منګلو له بغدې خلکو سره جګړه پیل کړه چې پکې یو تن وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي.
د پولیسو ځايي مشر نجف علي بیګا مشال راډیو ته وویل: "په ياده سيمه کې یوه مشترکه غره ته د سرسُرنګ یوه شپونکي خپله رمه بېولې وه، چې ورسره د بغدې خلکو جګړه وکړه. دغه شپونکی او د هغه زوی د خپلې رمې تر څنګ ژوندي ورک شوي ول چې نن سهار خپل کور ته ولاړل."
د ځايي خلکو په وينا چې د دواړو ډلو ترمنځ جګړې تر پينځو ساعتو پورې دوام درلود.
په کورمه کې له اوږدې مودې راهيسې د ځنګلونو او ځمکو پر سر لانجه روانه ده، چې کله نا کله نښتې هم پکې رامنځ ته شي. هلته د بېلا بېلا قبيلو ترمنځ په وار وار جرګې هم شوي، خو لا هم دغې لانجې ته د پای ټکی نه دی اېښودل شوی.
بلخوا حکومت وايي، چې دوی له ټولو فريقينو سره په تماس کې دي او د يوې ټولمنلې حل لارې په لټه کې دي.