بايډن د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د وېشلو اجرايي فرمان لاسليک کړ

يو صراف د امريکايي ډالرو جاج اخلي، انځور له ارشيفه

د امریکا ولسمشر جو بایډن یو اجرايي فرمان لاسلیک کړ چې له مخې به یې د افغانستان د کنګل شویو مالي اثاثو څخه شاوخوا اووه بلینه ډالره خلاصې شي.

دا اثاثې د تېر (۲۰۲۱) کال اګست میاشتې نیمایې کې پر افغانستان د طالبانو کنټرول تر لاسه کولو وروسته کنګل شوې وې. د سپېنې ماڼۍ یو چارواکي د فبرورۍ پر ۱۱مه ویلي، امریکا به په راروانو میاشتو کې یو خيريه صندوق جوړوي چې د دغو اووه بلیونو ډالرو د نیمایي انتظام تر سره کړي او پاتې درې اعشاریه پنځه اربه ډالره به په امریکا کې وي او له ترهګرۍ متاثرو امریکایانو له طرفه به په روانو قانوني دعوو کې استعمالیږي. په دې کې د ۲۰۰۱ز کال د سېپټېمبر پر ۱۱مه پر امریکا د ترسره شویو بریدونو د هغو اغېزمنو شویو کسانو کورنيو ته معاوضې ورکول هم پکې شامل دي چې پر طالبانو یې دعوه کړې ده.

ولسمشر بایډن د امریکا د استازو جرګې مشرې نېنسي پلوسي ته په یو لیک کې ویلي، دغه امر د افغانستان پراخ بشري ناورین ته پام کوي چې پکې د افغان ولس د خوراک مهم ضرورتونه، دا شان د امنیت، د روزګار لپاره د مرستو، د اوبو او نکاسۍ د نظام، صحت، د سرپناه ځایونو ، د کورونا وایرس په شمول نور بنیادي ضرورتونه او د ممکنه اقتصادي سقوط زیاتېدل شامل دي. ولسمشر بایډن ویلي د امریکا په مالي ادارو کې د افغانستان بانک حسابونه محفوظ ساتل دې قامي بیړني حالت ته پام کول او د افغان ولس په ګټه یې استعمالېدل انتهایي مهمه خبره ده.

د امریکا ولسمشر جو بایډن

د سېپټېمبر د ۱۱مې حملې په ۲۰۰۱ز کال کې په افغانستان کې د طالبانو په تېر ځل واکمنۍ کې وشوې. هغه مهال د امریکا حکومت د طالبانو له حکومته د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن د سپارلو غوښتنه کړې وه، خو طالبانو دا غوښتنه ونه منله او په نتیجه کې امریکا پر افغانستان یرغل وکړ او د طالبانو واکمني یې وپرځوله.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند په یوه "تُند غبرګون" کې دا پرېکړه د افغانانو د شتمنیو غلا بللې.

د بایډن د فرمان له مخې درې نیم میلیارډه ډالر به پر امریکا د سېپټېمبر ۱۱مې قربانیانو کورنیو ته بېل شي.

محمد نعیم پر ټویټر لیکلي دي چې "د امریکا له خوا د افغان ولس د کنګل شوېو پیسو غلا او غصب د یو هېواد او یو ملت د انساني او اخلاقي سقوط تر ټولو لوېدلې کچه ده".

نعیم زیاتوي چې ماته او بریا د بشري ژوند یوه عادي خبره ده خو تر ټولو لویه او شرموونکې ماته د ده په وینا هغه ده چې پوځي ماته له اخلاقي ماتې سره یوځای وي.

سپینې ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي، دا فرمان د دې لپاره صادر شوی چې یوه لاره برابره کړي چې دا پیسې د افغانستان خلکو ته ورسېږي، مګر په عین حال کې د طالبانو او ورانکارو عناصرو لاسونو ته ونه لوېږي.

افغانستان تر نهه اربه ډالرو زياته شتنمي لري چې شاوخوا اووه اربه ډالره يې په امريکا کې دي او پاتې يې په جرمني، متحده عربي اماراتو، سويټزرلېنډ او قطر کې دي.

د امریکايي ولسمشر د دې پرېکړې په غبرګون کې په افغانستان کې دننه او له افغانستانه بهر زیات شمېر افغانانو خواشيني څرګنده کړې او دا يې له افغان ولس سره "ناانصافي" بللې ده.