د حجاب ورځ: د پاکستان د مذهبي چارو وزير ليک غبرګونونه پارولي

د ۲۰۲۱ز کال د مارچ پر اتمه د پاکستان په لاهور ښار کې هم ګڼو ښځو د عورت مارچ لاريون وکړ.

د پاکستان د مذهبي چارو وزیر نورالحق قادري د فبرورۍ پر نهمه د دې هېواد وزیر اعظم عمران خان ته په يو لېږل شوي ليک کې خواست کړی وو چې د مارچ پر اتمه دې د ښځو نړيواله ورځ په پاکستان کې د "حجاب ورځ" وګرځول شي.

نوموړي ليکلي وو، د مارچ پر اتمه چې په پاکستان کې له څو کلونو راهيسې د "عورت مارچ" په نوم د ښځو لاريون کېږي، هغه له اسلامي ښوونو او پاکستانۍ ټولنې له ارزښتونو سره په ټکر کې دی.

د نورالحق قادري پر دې ليک باندې د ځينو سیاسي ګوندونو تر څنګ مدني فعالانو او د بشري حقونو لپاره کارکوونکو غبرګون ښودلی دی.

په خیبر پښتونخوا کې د ښځو د حقونو لپاره کار کوونکي سازمان "عورت فاونډېشن" مشره صايمه منیر وايي چې قادري دا کار د خپلو ووټرانو د زياتولو لپاره کړی دی. د هغې په وينا، نوموړي پر نجونو د جنسي تېري د پېښو پرضد نه غږ پورته کړی او نه يې هم وزيراعظم ته ليک لېږلی.

دا هم وګورئ: عدالت: پاکستان کې ښځې د نارينوو په شان د رايې ازادۍ حق لري

کالم ليکونکی او د عوامي نېشنل ګوند غړی سید رضا شاه بيا وايي چې حکومت بايد دې ليک ته پاملرنه ونکړي ځکه د هغه په وينا دا ډول اقدامات ټولنه د سختدريځۍ پر لور بيايي.

"پر "عورت مارچ" د بندېز خبره کول د بنيادي بشري حقونو او ايين ضد خبره ده ځکه هر وګړی د پرامنه احتجاج حق لري. دا ډول کارونه پاکستان د طالبانايزېشن خوا ته وړي چې ټولنه يې وار له مخه لا ځپلې ده."

په خیبر پښتونخوا کې د ښځو او بشري حقونو لپاره کار کوونکي سازمان "بلیو وېنز" مشر قمر نسیم وايي چې د خپلو حقونو لپاره غږ پورته کول د هر وګړي بنيادي حق دی خو د نوموړي په وينا ټولنيزو ارزښتونو ته هم بايد پام وشي.

"دلته ښځو ته حقونه نه ورکول کېږي نو ځکه هغوی بهر راوځي او احتجاج کوي خو باید داسې مظاهري وکړل شي چې د قانون، اسلام او د دې ټولنې له اصولو سره سمې وي."

مشال راډيو په دې اړه د مذهبي چارو له وزیر پیر نورالحق قادري ته د فبرورۍ پر ۱۸مه په بېلا بېلو وختونو څو ځلې ټېليفونونه وکړل خو هغه ځواب ونه وايه. بلخوا نوموړي د فبرورۍ پر ۱۷مه د پاکستان له يو شخصي ټېليويژن چېنل سره د خبرو پر مهال ويلي وو چې په پاکستان کې چې کومې ښځې د مارچ پر اتمه "عورت مارچ" لمانځي، په هغه کې ډېر څه د اسلام او د پاکستان د ټولنیزو اصولو پر ضد دي.

"ما د احتجاج کولو یا غږ پورته کولو يا د مارچ (لاريون) کولو مخالفت نه دی کړی. ما د هغه انداز مخالفت کړی چې د دې ټولنې پر ضد دی او هلته په اسلامي تعلیماتو پسې ټوکې کېږي. [د لاريون ګډونوال] د ښځو له اصلي ستونزو نه سترګې اړوي او د دروغو مسايل رامخې ته کوي."

دا هم وګورئ: په پاکستان کې د ښځو حقونو مبارزې ولسي بڼه اخیستې

د مارچ اتمه هر کال په ټوله نړۍ کې د ښځو د حقونو او د دوی د لاسته راوړنو په حواله نړیواله ورځ لمانځل کېږي خو په پاکستان کې د "عورت مارچ" په نوم د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت لوی لاريونونه په ۲۰۱۸ز کال کې له کراچۍ څخه پيل شول چې اوس هر کال د دې هېواد په لويو ښارونو کې د مارچ پر اتمه د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت تر سره کېږي.

په پاکستان کې مذهبي ډلې، تندلارې مذهبي عالمان او د هغوی ملاتړې د ښځو دا مارچ ته د اسلام ضد او په دې هېواد کې مغربي کلتور ته د ودې ورکولو د هڅې په سترګه ګوري.

په تېرو لاريونو کې ځينو ښځو داسې پوسټرونه هم اخيستي ول چې ورباندې ليکل شوي ول چې "زما بدن زما خوښه". مذهبي کړيو پر دې دومره تنقيد وکړ چې دا يوه ډېره لانجمنه موضوع ورګرځېدله.

خو لاريون جوړوونکيو وضاحت وکړ چې دا شعار د جنسي ازادۍ غوښتلو په معنا نه دی بلکې د دې مطلب دا دی چې ښځې بايد د ځان په اړه پخپله فیصله وکړي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په اسلام اباد کې "عورت" او "حیا" لاریونونه

د دې لاريونونو په غبرګون کې يوشمېر حجاب لرونکو ښځو هم لاريونونه وکړل چې دې ورځې ته يې د "حيا ورځ" نوم ورکړ.

بلخوا د ۲۰۱۹ز کال د مارچ پر ۲۰مه د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د "عورت مارچ" د غندنې قرارداد منظور کړی وو.

په پاکستان کې د ۲۰۱۷ز کال د سرشمېرنې له مخې ښځې د دې هېواد د شاوخوا ۲۱ کروړه ابادۍ ۴۸ اعشاريه ۷۶ برخه جوړوي.