په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد یو عدالت د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) یو غړي قاضي طاهر مسید ته د ریاست ضد د وینا او د خلکو پارولو په تور د عمر قید سزا اورولې ده.
د نوموړي او د غورځنګ د یوشمېر نورو تورنو غړو وکیل قادر خان مارچ پر دوېيمه مشال راډیو ته وویل، تر فیصلې وروسته پولیسو مسید له عدالته ګرفتار کړ او د کراچۍ زندان ته یې یووړ.
ده زیاته کړه، پر مسید په ۲۰۱۹ز کال کې د غورځنګ د یوه احتجاج پرمهال د ریاست ضد وینا او د خلکو د پارولو په تور مقدمه دایره شوې وه چې له وجې یې هغه نهه میاشتې زنداني وو خو اوسمهال په ضمانت ازاد وو.
HR Activist Qazi Tahir Mehsud is sentenced to life imprisonment by the Karachi ATC Court in an FIR of the protest, in which he was not even present, as stated by the investigating officer himself and other police witnesses. 1/2#ReleaseQaziTahir #QaziTahirPrisonerOfConscience pic.twitter.com/gvd5Tj1hbM
— AlamZaib Khan Mahsud (@AlamZaibPK) March 2, 2022
ده زیاته کړه چې مسید په هغه احتجاج کې ګډون نه وو کړی او هغه مهال په ډېره اسماعیل خان کې وو نو ځکه د عدالتي فیصلې ضد په سیند های کورټ کې غوښتنلیک دایروي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د مارچ پر دوېیمه په کراچۍ کې د سیند اسمبلۍ مخې ته احتجاجي پرلت ته په وینا کې وویل، دا ډول پرېکړې یې د پښتنو د حقونو لپاره له سوله ییزې او قانوني مبارزې نه شي په شا کولای.
د غورځنګ پلویانو د فبرورۍ له ۱۳مې راهیسې په کراچۍ کې پرلت وهلی او له صوبايي حکومته غوښتنه کوي چې د پي ټي اېم بل مخکښ مشر او د قامي اسمبلۍ غړی علي وزیر دې خوشې کړي. خو د سیند حکومت وايي، پر علي وزیر د ریاست ضد د ویناګانو او د خلکو پارولو درې قضیې په عدالت کې روانې دي نو ځکه یې د خوشې کولو واک نه لري. نوموړی چې د ۲۰۲۰ز کال له ډېسېمبر راهیسې زنداني دی، پر ځان له لګېدلو تورونو انکار کوي.
په عین وخت کې د انرژۍ چارو صوبايي وزیر امتیاز شیخ پرون د پي ټي اېم پرلت ته ورغلی او هلته یې د غورځنګ له یوه مخکښ مشر نور الله ترین سره د هغوی پر غوښتنو او د پرلت پر ختمولو رسمي خبرې وکړې. ټاکل شوې چې د دواړو خواوو مذاکرات نن هم دوام وکړي.