د سیند حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنې ومنلې

منظور پښتين د سیند صوبايي‌اسمبلۍ مخې ته په احتجاج کې - انځور له ارشیفه.

د سیند حکومت چارواکي وايي د علي وزیر د خوشې کولو لپاره د اسمبلۍ مخې ته ناست، پښتون ژغورنې غورځنګ سره یې مذاکرات کامیاب شوي او د يوې لوظنامې تر لاسليک وروسته به دغه غورځنګ خپل احتجاج ختم کړی.

د سیند حکومت ویاند مرتضا وهاب او د انرژۍ وزیر امتیاز شیخ د مارچ په اوومه مشال راډيو ته وويل چې د پی ټي اېم سره یې د خپل ګوند (پيپلز پارټۍ) د مشر بلاول بټو په وینا خبرې وکړي او دوی ژمنه کوي‌چې په شوي لوظنامه به بشپړ عمل کيږي.

د دواړو خواوو ترمنځ مذاکرات د مارچ په شپږمه شوي دي. بلاول بوټو هم پر ټويټر تاييد کړې چې هغه لارښوونه کړې وه چې د پي ټي اېم سره دې خبرې وشي.

د سيند حکومت د انرژۍ وزير امتياز شېخ د مارچ په شپږمه، د پي ټي اېم پرلت ته په خپله وينا کې وويل: "زه تاسو ته خواست کوم چې اوس تاسو دا پرلت ختم کړئ. ستاسو غوښتنې چې کومې دسيند حکومت په وس کې وي، هغه به حل کوي. موږ به دپوليسو او نورو ادارو سره خبرې کوو. ستاسو دوکيلانو سره هم کښينو. د ټولو ادارو سره به کښينو او دا ستونزې به ختموو."

هيله ده تاسو دا احتجاج ختم کړئ. د سیند حکومت به پولیسو او نورو ادارو سره خبرې کوي او ستاسو مسلې به حلوي
امتياز شېخ د پي ټي اېم پرلتوالو ته

د پي ټي اېم لخوا په دې مذاکراتو کې د غورځنګ د کراچۍ مشر نوالله ترین، د مرکزي کمیټۍ غړی محمد شیر مسېد، نور باچا او نورغړي شريک وو. د غورځنګ مشر منظور پښتين د مارچ په ۷مه نېټه مشال راډيو ته وويل چې احتجاج یې لا هم روان دی او تر هغې چې د سيند حکومت په ليکلي شکل د غوښتنو منل ډاډ نه وې ورکړی دوی، به د سیند اسمبلې له مخې څخه خپل پرلت ټول نه کړي.

خو نوموړي زیاته کړه چې ښايي تر نن ماښام دا لوظنامه لاسليک شي. د پښتين په وينا هغه سره ژمنه شوې چې د علي وزیر د خوشې کېدو په ګډون نورې ټولې غوښتنې به په یوه میاشت کې پوره کوي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پښتین وايي سیند حکومت ورته د ټولو غوښتنو عملي کولو ډاډ ورکړی

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو مشال راډيو ته ويلي چې د سيند حکومت سره په تړون کې دا غوښتنه تکرار شوې چې په دغه صوبه او په ځانګړې ډول کراچۍ کې دې پښتنو سره تعصب او د هغوی پر ضد د مقدمو جوړېدل بند شي. همداراز د علي‌وزیر د خوشې کولو لپاره به د سيند حکومت د سرکاري وکيل يا پراسیکیوټر له لارې همکاري کوي او د وزير پر ضد مقدمې به نورو عدالتونو ته وړل کيږي. همداراز د علي وزیر په خلاف چې د سيند حکومت په مدعيتوب کومې مقدمې جوړې دي، هغه به ختميږي.

دا هم وګورئ:

د بندي علي وزیر مېرمن: کور مې ړنګ دی چې علي نشتهد علي وزیر ماشومان د کراچۍ پرلت ته ورغلي د علي وزیر قضيه سياسي که قانوني انګېزه لري؟

له يو کال زیاته موده کيږي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ او د قامي اسمبلۍ غړی علي وزیر په کراچۍ کې په جيل کې دی. پر هغه تور دی چې د پي ټي اېم په يوه جلسه کې یې د ریاست پر خلاف د خلکو د راپورته کولو تقریر کړی دی. د نوموړي وکيلان دا تور ردوي او وايي‌ چې علي وزیر ته د پاکستان ايين د بيان د ازادۍ حق ورکړی او په پالیسيو نيوکې غداري نه ده.

پښتون ژغورنې غورځنګ د فرورۍ له ۱۳مې راهیسې د سيند اسمبلۍ مخې ته احتجاجي پرلت روان کړی دی. منظور پښتین ويلي چې سیند حکومت ته به د تړون عملي‌کولو لپاره يوه مياشت وخت ورکوي او که ژمنې عملي‌نه شوې نو بيا به پرلت پيلوي.