د شمالي وزیرستان او خیبر له بېکوره کړل شویو سره مرستې اعلان شوي

د خيبر پښتونخوا حکومت وايي چې کډوالو ته به د کورنۍ پر سر د اته زره روپو راشن ورکول کېږي، انځور له ارشيفه

د خیبر پښتونخوا حکومت د شمالي وزیرستان او خیبر ضلعو له بېکوره کړل شویو سره د مرستو لپاره ۳۲ کروړه روپۍ جاري کړي دي.

د قدرتي ناورینونو د انتظام صوبايي ادارې ویاند احسان داوړ پرون (مارچ اوومه) مشال راډیو ته وویل، په راتلونکو دوو ورځو کې به کډوالو ته د هغوی پر موبايل سیم کارتونو دغه پیسې ورسېږي.

د نوموړي په وینا د شمالي وزیرستان تر ۱۵ زرو زیاتو کورنیو ته ۱۲،۰۰۰ روپۍ د میاشتنۍ مرستې لپاره او ۸،۰۰۰ روپۍ د راشن په توګه ورکول کېږي. بلخوا به په خیبر ضلع کې شاوخوا ۱،۰۰۰ کورنیو ته د ۸،۰۰۰ روپو راشن ورکول کېږي.

دا هم وګورئ: د شمالي وزیرستان کډوال به کله خپلو سیمو ته ستانه شي؟

په شمالي وزیرستان کې په ۲۰۱۴ز کال کې د ضرب عضب عملیاتو له پیلېدو راهیسې چې لسګونه زره خلک بېکوره کړل شوي، د مرستو دا لړۍ هم ورسره پیل شوې چې تر دې وړاندې په ۹۰ قسطونو کې خلکو ته مرسته ورکړل شوې او دا به یې ۹۱م قسط وي.

په شمالي وزيرستان کې د ۲۰۱۴ز کال د جون پر ۱۵مه نېټه د پاکستان پوځ د وسله والو پر ضد د ضرب عضب په نامه عملیات پیل کړي ول.

د دې پوځي عملیاتو له کبله د شمالي وزیرستان له بېلا بېلو سیمو تر ۱۰ لکه زیات کسان بېکوره کړل شول چې زیاتره يې د خیبر پښتونخوا په بنو کې مېشت شول او لسګونه زره نور افغانستان ته واوښتل.

دا هم وګورئ: له خوسته د وزیرستانیو کډوالو ستنېدل پیل شول

په خيبر پښتونخوا کې د قدرتي ناورینونو د انتظام اداره وايي، ډېر ژر به له افغانستانه ستنو شویو وزیرستانیو کډوالو ته هم دغه مرستې ورکول پيل شي.

په پاکستان کې دننه د شمالي وزيرستان زياتره کډوالې شوې کورنۍ خپلو سيمو ته ستنې شوې او له افغانستانه هم د دې کډوالو د بيا راستنېدو لړۍ پيل شوې ده.