محمود خان اڅکزی: د بنو جرګې اېجنډا او واک به مو له ګوند سره نه وي

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزی. عکس له ارشېفه

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر ويلي، په بنو ښار کې د کېدونکې پښتون قامي جرګې اېجنډا او واک به یې د ګوند نه بلکې د ګډونوالو وي.

محمود خان اڅکزي دا خبره د مارچ پر اوومه نېټه ماخستن د مشال راډيو په ټويټر سپېس يا حجره کې د ځانګړي مېلمه په توګه وکړه.

د دې ګوند په کوربه توب د مارچ پر ۱۱مه نېټه په بنو کې په کېدونکې دې درې ورځنۍ جرګه کې د پښتون وطن ملتپاله او مذهبي سياسي ګوندونو، ليکوالانو، استادانو، پوهانو، مسلکي کسانو، قبايلي مشرانو، ديني عالمانو او ښځو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

په ټويټر سپېس کې د پاکستان، افغانستان، امريکا او د نړۍ په نورو هېوادونو کې مېشتو په سلګونو پښتنو ښځو او سړیو برخه واخيسته چې پکې يو شمېر کسانو له محمود خان اڅکزي څخه د بنو قامي جرګې په اړه پوښتنې هم وکړې.

په ټويټرسپېس کې په سلګونو پښتنو برخه واخيسته

د مشال راډيو د دې پوښتنې چې ایا د بنو د جرګې د اېجنډا ټاکلو او فيصلو واک واختیار به د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ سره وي؟

په ځواب کې يې محمود خان اڅکزي وويل چې د جرګې کوم بلنليک جوړ شوی، په هغه کې د پښتنو د سيمو د ناامنیو، د خلکو د بېکورۍ او پر وسایلو د واک واختیار خبرې ليکل شوې او ګډونوالو ته پکې خواست شوی چې په دې جرګه کې خپله پوهه او عقل ورسره شريک کړي. هغه زیاته کړه: "نه دا (جرګه) زموږ ده او نه يې اېجنډا زموږ ده"

دا سپېس يا د حجرې مجلس چې شاوخوا یو ساعت او ۴۹ منټه يې دوام وکړ، پکې زیاتره خبرې او پوښتنې د جرګې شاوخوا راڅرخېدلې. خو یوه پوښتنه چې له محمود خان اڅکزي څخه په وار وار وشوه، هغه دا وه چې د جرګې پرېکړې به څنګه عملي کېږي؟

نوموړي په دې اړه څه واضحه ځواب ورنکړ البته د سپېس پر ګډونوالو يې غږ وکړ چې په دې اړه دې ورسره خپل وړاندېزونه شريک کړي.

"موږ تاسو پوهان بولو، چې څه په ذهن کې درځي چې دا شی دغسې عملي کېدای شي، راويې لېږئ او موږ به يې خلکو (جرګې) ته ورښکاره کړو. هم د دې لپاره مو جرګه رابللې ده چې پښتانه خپله پوهه راسره شريکه کړي"

دا هم وګورئ: د پښتنو جرګې: د بنو جرګه به څه اغېز ولري؟

پښتونخواملي عوامي پارټۍ په جرګه کې د مذهبي ګوندونو مشرانو او غړيو ته هم د ګډون بلنه ورکړې ده. په دې کې د جمعيت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمان او د جماعت اسلامي مشران هم دي. ملتپاله ګوندونه لکه پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ او عوامي نېشنل ګوند، پښتون ژغورنې غورځنګ په افغانستان کې د طالبانو له خوا د پرځول شوي منتخب ولسمشر اشرف غني او مذهبي ګوندونه بیا د افغان طالبانو ملاتړي دي.

د دواړو لوريو هم دې متضاد نظرونو ته په کتو سره مشال راډيو له محمود خان اڅکزي څخه وپوښتل چې ایا په جرګه کې به له دوی سره مولانا فضل الرحمان او د جماعت اسلامي مشر سراج الحق د طالبانو په اړه هم نظره شي او که څنګه؟

هغه د دې په ځواب کې وويل چې هم نظره هغه خلک وي چې په يوه ګوند کې وي خو البته ده وويل چې په نړۍ کې داسې مثالونه شته چې د ملت په معنا ټول ګوندونه په يوه محا‌ذ ( اتحاد) کې را يو ځای شوي دي.

"زموږ مشکلات (ګډ) دي، ستا پارټۍ جلا ده، زما پارټۍ جلا ده خو د قام (پښتون) په معنا دا نه مولانا فضل الرحمان، نه سراج الحق او نه هم د بلې پارټۍ کس ويلای شي چې د پښتانه پر شتمنيو دې د پښتانه بچي حق نه وي"

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

اڅکزی: پښتانه به خپلې ستونزې په ګوته کوي او حل لاره به يې ټاکي

په کابل کې مېشت د پښتو ليکوال عصمت قانع د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ له مشر څخه د پاکستان حکومت له لورې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د غځول شوي اغزن تار په اړه پوښتنه وکړه چې ایا په جرګه کې به پر دې هم خبره کېږي؟

محمود خان اڅکزي په جرګه کې پر دې د بحث کېدو او نه کېدو په اړه ښکاره دريځ ورنکړ البته وې وويل چې بايد د دواړو غاړو د پښتنو ترمنځ تګ راتګ ازاد وي.

"پښتونخوا ملي عوامي ګوند بلکل په دې حق کې نه دی چې پر دې لار دې خلک بارود، کارتوس یا بمونه وړي راوړي، البته دا ډېر بد کار دی چې خلک به د خيبر درې له لارې جلال اباد ته ولاړل او بېرته به راغلل نو د کورنۍ لپاره به يې يوه ګوله ډوډۍ ګټلې وه او دارنګه د سپين بولدک له لارې به لس، پنځلس یا شل زره کسان ولاړل، له دې غاړې به يې د غوړيو یو ټيم یووړ او له هغې خوا به يې يو شی راوړئ، زه وایم دا له پښتانه سره زیاتوب دی"

د پاکستان حکومت په ۲۰۱۷ز کال کې د امنیت ټینګښت په موخه پر ډېورنډ کرښه د اغزن تار غځولو کار پیل کړی وو. تېرو افغان حکومتونو په بيا بيا ويلي چې ډېورنډ کرښه د رسمي سرحد په توګه نه مني خو پاکستان وايي دا په نړيواله کچه د پولې په توګه منل شوې او اغزن تار پرې د وسله والو د تګ راتګ مخنيوي لپاره لګوي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير شېخ رشېد احمد د سږکال ـ۲۰۲۲ز) جنورۍ پر ۲۱مه نېټه ويلي وو چې د تار غځولو کار نېږدې بشپړ شوی او يوازې ۲۰ کلومېټره فاصله پاتې ده.

دا هم وګورئ: د ښځو نړيواله ورځ: پاکستان د صنفي برابرۍ تګلاره اعلان کړه

د مشال راډيو په ټويټر سپېس کې په جرګه کې د ښځو د ګډون په اړه هم پوښتنې وشوې. په دې اړه د سياسي او ټولنيزې فعالې لایبه يوسفزۍ د پوښتنې په ځواب کې محمود خان اڅکزي وويل چې په جرګه کې ښځو ته هم بلنه ورکړل شوې ده. نوموړي وويل چې د پښتنو ښځو عزت کېږي خو د ده په خبره، البته حق نه ورکول کېږي.

"زه او زموږ ګوند د ښځو (حقونو) ملاتړي يو خو بدبختانه په افغان ټولنه کې د خولې (خبرو) تر حده سمه ده خو په عملي توګه ښځې ته هغه برخه، چې يې حق دی، نه دی ورکړل شوی، نه ملا، نه پیر، نه خان او نه هم زميندار ورکړی دی."

محمود خان اڅکزي زیاته کړه چې د بنو جرګه يوازې په پاکستان کې د مېشتو پښتنو ترمنځ ده خو وړاندېز یې وکړ چې بايد دوېيمه د پاکستان او افغانستان د پښتنو ترمنځ او درېیمه په کوم اروپايي هېواد کې وشي چې پکې د نړۍ ټول پښتانه ګډون وکړي.