اسلام اباد کې د پي ټي ای او پي ډي اېم غونډې د نښتو خطر لرلای شي؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پاکستان واکمن ګوند تحريک انصاف او مخالفه ګوندونو اتحاد (پی ډي اېم) پر يوه وخت په اسلام اباد کې د پارلېمان مخې ته غونډې اعلان کړې دي. تحريک انصاف د مارچ ۲۷مه او پی ډي اېم بیا د مارچ ۲۵مه د خپلو غونډو لپاره ټاکلې ده. پوښتنه دا ده چې پر يوه وخت د پارلېمان مخې ته دغسې غونډې خو به په نښتو بدل نشي؟ د او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې کې له کارپوهانو سره بحث شوې دي.