پر افغانستان حملې د طالبانو حکومت او پاکستان تعلقات څومره خراب کړي؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پاکستان او د طالبانو حکومت ترمینځ اړيکې تر هغه وروسته لږ څه سړې شوې چې د اپرېل پر ۱۶مه پاکستانیو ځواکونو په خوست او کونړ کې بمباري وکړه. د ځايي چارواکو او عيني شاهدانو په وينا، په دې حملو کې تر ۴۵ زیات ولسي وګړي وژل شوي او لسګونه ټپیان دي. په دې کې یې یوه بمباري په خوست کې د وزیرستانیو کډوالو پر کورونو شوې وه. تر پېښې وروسته د طالبانو حکومت په کابل کې د پاکستان سفير منصور احمد احضار کړ او ورته يې احتجاج وکړ. اسلام اباد وروسته په بیان خپرولو سره د حملې ذکر و نه کړ البته و یې ويل چې د افغانستان د خودمختارۍ او خپلواکۍ احترام کوي. د ۲۰۲۱زکال د اګست په مياشت کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې پاکستان د افغانستان پر خاوره حملې کړې دي. تازه حملو ته په کتو سره پوښتنه پیدا کېږي چې پر افغانستان بریدونه د طالبانو حکومت او پاکستان تعلقات څومره خراب کړي؟ دا او نورې پوښتنې مو د مشال تر رڼا لاندې بحث کې له کارپوهانو سره څېړلې دي. خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.