د پاکستان د وزیراعظم شهباز شریف په هدایاتو، د افغانستان د سیلاب ځپلو لپاره د مرستو لومړۍ برخه، هغه هیواد ته رسېدلې ده.
په کابل کې د پاکستان سفير منصور احمد خان نن (د مې پر اوومه) مشال راډیو ته په رالېږلي پیغام کې ویلي چې د وزير اعظم شهباز شريف په هداياتو، امدادي سامانونه نن د پاکستان د هوايي ځواکونو په يوه ځانګړې الوتکه کې افغانستان ته رسول شوي دي.
دا هم وګورئ: افغانستان کې په سېلاوونو کې د وژلیو شمېر ۲۹ ته ورسېدپه دې امدادي سامان کې ۱۰۰ خیمې، دوه ټنه اوړه، یو ټن وریژې، ۴۵۰ کیلوګرامه چیني او ترڅنګ یې درمل هم شامل دي. دا سامان به د افغانستان په شمالي ښار مزارشريف کې د پاکستان قونصل جنرل افغان چارواکو ته وسپاري. د مرستو دویمه برخه به د ګل پر ورځ واستول شي.
د پاکستان د سرکاري راډیو د ننني (د مې د اوومې نېټې) خبر له مخې، وزیراعظم شهباز شریف ویلي چې پاکستان به د افغانستان له سیلاب ځپلو سره تر ممکنه بریده پورې مرستې کوي.
دا هم وګورئ: یو اېن اېچ سي ار: افغانان د خوارځواکۍ له لوی بحران سره مخامخ ديدا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د طبیعي پېښو ته د رسېدنې چارو وزارت وایي چې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې وروستیو سیلابونو یو شمېر کسانو ته ځاني او مالي تاوانونه اړولي دي.
د طالبانو د حکومت طبیعي پېښو ته د رسېدنې چارو وزارت د مې پر پنځمه نېټه ویلي وو چې په بېلابېلو ولایتونو کې په وروستیو سېلاوونو کې د وژلیو شمېر ۲۹ ته رسېدلی او ۴۰ کسان ژوبل دي.
د وزارت یوه چارواکي ویلي، د مې له لومړۍ نېټې راهیسې په سېلاوونو کې د افغانستان د ۱۲ ولایتونو اوسېدونکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.
طبیعي پېښو ته د رسېدنې د چارو وزارت مالي او اداري مشر غلام غوث ناصري د مې پر پینځمه مشال راډيو ته وویل، په هغو ولایتونو کې ۵۰۰ کورونه په بشپړ ډول وران شوي او ۲،۰۰۰ نور زیانمن شوي دي.
د ده په خبره، سېلاوونو ۳،۰۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه لاهو کړې او پکې ټول ۳۰۰ څاروي وژل شوي دي.